شپږ تېروتنې چې برېښنالیک کې عامې دي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: ملیحه ناصري

 
په هغو رسمي پاڼو کې چې ډېرې کارول کېږي، یو هم ایمېل آدرس/برېښنالیک دی چې رسمي لیکونه پکې تبادله کېږي. په اوسني وخت کې ډېری کسان په برېښنالیک پیغامونه استوي.
د امریکا ( McKinsey) څېړنیز شرکت یوه څېړنه کړې، چې وايي خلک حداقل ۲۸سلنه وخت د برېښنالیکونو په لوستلو او ځوابولو باندې تېروي؛ خو داسې ځينې تېروتنې هم له خلکو کېږي چې اعتبار او شخصیت ته یې تاوان حسابېږي.
په افغانستان کې عموما خلک د رسمي پیغامونو یا نورو رسمي چارو سمبالولو په پار برېښنالیک کاروي. دلته مو ځينې عامې تېروتنې لیکلي چې د لیکنې په ترڅ کې به یې ولولئ.
 

۱-نامناسبه لحن/ لهجه کارول:

 
کله چې په تلوار ایمېل لیکئ، ستاسو پوره پاملرنه ورته ضرور ده. پر دې پوهېدل درته اړین دي چې ستاسو مخاطب څوک دی، څه درنه غواړي او تاسو څه تمه ترې لرئ.
مثلاً که تاسو داسې چاته رسمي ایمېل استوئ چې تر تاسو په لوړ پوړ کې وي، باید ژبه یې تر هغې ژبې رسمي وي چې همکارانو ته یې کاروئ. باید زړه‌راښکونکی او له درنښته ډک وي.
د برېښنالیک سرلیک مو هېر نه شي. کېدای شي هغه سرلیک چې تاسو یې ټاکئ، درته روښانه وي؛ خو مخامخ کس به نه پرې پوهېږي؛ نو تخصصي، اختصاري او کوچني عبارتونه مه کاروئ. مخکې تر دې چې د استولو تڼۍ کېکاږئ، لومړی یې له سمونه ځان ډاډه کړئ.
ښه دا ده چې په ایمېل کې خلک داسې مخاطب کړئ، لکه مخامخ چې درته ناست وي.
مثلاً ډېر ژر مو هیله/موخه څرګنده کړئ. که وخت لرئ ( سلام) او ( منننه) مه هېروئ، څو بې ادبه مالوم نه شئ. که انګلیسي ایمېل لیکئ غټ توري( له اړتیا پرته) مه کاروئ؛ ځکه دا کړنه د غوسې/عصبانیت ښکارندویه ده.
 

۲- ټولو ته ځواب( ریپلې آل)

 
ښايي ډېر ناضروري ایمېلونه درته راغلي وي، د دې ټولو لوستل اړین هم نه دي او سړی ستړی کوي؛ نو هېڅکله ټولو ته په یو ځای ځواب ویلو کې (Reply All ) مه کاروئ؛ ځکه تاسو نامسلکي ښکاروي. د (cc) او (bcc) په کارولو کې چې د ( blind carbon copy او carbon copy) مخففات دي، جدي پام وکړئ.
 

۳-ډېر لیکل:

 
هغه ایمېلونه چې لنډ وي او د کار ټکو ته پکې نغوته شوي وي، تر هغو ډېر اغېزناک وي چې خورا اوږدې پړپړې یې لیکلې وي. که د ایمېل لنډول درته سخت وي، د پیغام موخه مو له سره ولولئ. وګورئ چې د موخې په لېږد  کې بل څه ته اړتیا لرئ که نه؛ مثلاً: مخامخ لیدنه یا زنګ وهلو ته اړتیا لرئ!؟
 

۴-هېرېدل:

 
شونې ده چې یوه ایمېل کې مهم فایل یا انټرنټي لېنک چې باید استولی مو وای، درنه هېر شوی وي، د دې لپاره تاسو سمدلاسه بل ایمېل واستوئ او دا تېروتنه سمه کړئ؛ خو دا کار د ایمېلونو حجم ډېروي. هڅه وکړئ تر استولو دمخه ښه ځان ډاډه کړئ.
 

۵-ناسمه استونه:

 
دا مهال په ایمېل کې ځينې اسانتیاوې شته چې د نوم په لټون کې مرسته درسره کوي. مخکې تر دې چې ایمېل مشخص کس ته ورولېږئ، ځان ډاډه کړئ چې همغه کس دی، که چېرې ناپامه د یوه توري په همرنګي کې ایمېل بل چاته درنه لاړ شي، ستاسو ورته پام نه وي، کوم اړین فایل به مو نامشخص کس ته استولی وي چې حساسیتونه به راوپاروي.
 

۶-خورا احساساتي ایمېل:

 
د برېښنالیک یو ښه والی دا دی چې اړ نه یاست ژر ځواب ورکړئ. که چېرې ماغزه مو ګرم و او غوسه وئ، ژر ځواب مه لیکئ، په تمه شئ چې وینه مو سړه شي. که چېرې احساساتي لهجه وکاروئ، اعتبار مو زیان ویني او حتا ستاسو پر ضد په ځينو حالاتو کې د ثبوت په توګه کارول کېدای شي.