مارچ 2, 2021

مدني فعال او مدني ټولنه څه مانا؟

مدني فعال څوک دی؟ په ټولنه کې ورته څه اړتیا ده؟ د دوی دنده په یوه ټولنه کې څه ده؟ ولې مدني فعالان شتون لري؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې لا تراوسه ورته داسې يو ځواب او تعریف، چې ټول پرې په يو نظر وي نه دى موندل شوى او همدا د مدني فعال د پیژندګلوۍ د تعریف په بڼه ومني.
په افغانستان کې د ډېموکراسۍ د دورې له پیله دا نوم هم لکه د ډېرو نورو نومونو په څېر د ژبو په څوکو شو، د دې لپاره چې لا عام شوی او هر وګړی یې په اړه پوه شوی وي، ډیر سیمینارونه په لاره واچول شول، په اړه يې اوږدې او لنډې لیکنې وشوې
سره له دې چې نور ملي او نړیوال کنفرانسونه هم د مدني ټولنې او د مدني فعال په پیژندګلوۍ کې دایر شول، خو زمونږ په ټولنه کې لا هم داسې کره تعریف ورته نه لرو.
لنډه دا چې زموږ د ټولنې هر وګړی، د مدني ټولنې په اړه ځان ته جلا جلا تعریفونه او انځورونه لري، چې پدې نږدې ورځو کې بدبختانه مدني فعالینو ته د “هاهاها ډله ” یا هم مدني فعالانو ته “مدني شغالان ” ویل کېږي.
دا چې ولې دغه سپیڅلي نومونه دا ډول سپک شول او لاملونه یې څه دي وروسته به پرې رڼا واچوو.

ـ مدني ټولنه کومې ټولنې ته ویل کېږي؟

د ټولنې د روڼ آندو ځوانانو یوه ټولګه ده، چې په ټولنه کې د اصلاحاتو او ستونزو د حللارو د لټون په موخه رامنځته کېږي.

ـ د مدني ټولنو اهمیت:

مدني ټولنه یو ژوندی حرکت دی، چې د ټولنې ټولو ناخوالو په وړاندې مبارزه کوي، دولتي ادارې د اصلاحاتو په موخه هڅوې او په اړونده چارو کې له دولت سره د همکارۍ چمتو والی ښیي.

د دموکراسۍ موخې:

د ټولنې د جوړښت د مثبتو اړخونو په هکله سالمه پوهه ده، چې د ټولنې د پرمختګ او په ټولنه کې د ناخوالو د مخينوې لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېږي او په ټولنه کې د اصلاحاتو تضمین کوي.

اوس به راشو د مدني فعالانو ځانګړنو ته:

که په ټولیز ډول مدني فعال وپیژنو وایو، چې ټول وګړي مدني فعالان دي او کولای شي یو مدني فعال واوسي. هر هغه وګړی یا ټولنه پرته له دې چې خپله شخصي ګټه په پام کې ونیسي او د خپلې ټولنې خیر ښېګڼې ته فعالیت او کار وکړي هماغه مدني فعال دی.
دا فعالیت کېدای شي په یوې سوله ایزه مظاهره، یوه لیکنه، په يوه ورځپاڼه، د رسنيو په ګردي میزونو کې د ګډون سره، د ښارونو د واټونو پاکول، د فساد سره مبارزه، چاپیریال ساتنه، د چاپیریال ساتنې لپاره مبارزه او نور ټول هغه ګامونه او کارونه چې د یوې ټولنې د هر وګړي په ګټه وي.
ـ یو ښه مدني فعال هغه څوک دی، چې د موضوعاتو په هکله کافي معلومات ولري او د هغه تر څنګ د ژبې فصاحت، بلاغت او د ښو اخلاقو خاوند وي.
ـ د مدني فعال ټولې کړنې د نړیوالو اصولو پربنسټ، د انساني حقوقو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره بنا شوي دي.
دا ارزښتونه په لاندې ډول دي لکه:
د بشر حقونه، انساني کرامات، عدالت، سوله، یو بل ته درناوی، پاک او سالم چاپیریال او داسې نور… خو توکمي، ژبنیز، مذهبې او منطقوي او شخصي کړنې مدني فعالیت نشي کېداى.
ـ یو مدني فعال د څوکۍ او منصب لپاره د یوې ځانګړې سیاسي کړۍ پسې نه ځي، نه د هغوی ملاتړ کوي او ټولې کړنې يي د ملي ارزښتونو پر بنسټ او ټولنیزو ګټو ولاړې وي.
مدني فعال په ټولنه کې یو اصلاحي رول لوبوي او پوهاوی خپروي. یو ښوونکی، دولتي مامور، د یوې اېنجيو کارکونکی، د پوهنتون استاد، د ښاروالی کارکونکی، لیکوال، زده کړیال، شاعر، انځورګر، د تیاتر او سینما لوبغاړی، د کرکټ لوبغاړی، د ټولنيزو شبکو فعال، یو ډاکټر او نور … هم د مدني فعال دنده درلودلی شي.
نو هر هغه کس چې ملي دریځ ولري، د ټولګټو په پام کې نیولو سره د ټولو هغو کړنو په خلاف وخوځېږي، چې د ټولنې او ملي ګټو په خلاف او ضرر وي.
که موږ دا پورتنۍ لنډې لیکنې ته ځير شو، په دې جمله کې ډېر څه شته، چې د یوې ټولنې د زورواکو، خلافکارانو او ځینو سیاستمدارانو له مزاج سره په ټکر کې راځي، نو دا معلومه خبره ده، چې مدني فعالیتونه حتا په ډیموکراټیکو هېوادونو کې هم د فشار، سانسور او کله هم مخډب کېدو سره مخ کېږي.
مدني فعالان د ولس نارسمي استازي او د هغوی غږونه دي، چې د ولس له فکرونو نمایندګي کولای شي.
مدني فعالانو ته د ټولنې د ملا تیر هم ویلای شو، ځکه مدني فعالان د ټولنې ټولو توکمونو سره نېغ په نېغه اړيکه لري او هېڅوک له دې رابطې انکار نه شي کولای.
مدني ټولنه او مدني فعالان په يوه ټولنه کې زورور بدلون او ظرفیت لري، همدا لامل دی چې د سیاستمدارانو او حاکمانو له خوا ورته یا د یو ګواښ او یا د ملاتړي په سترګه کتل کېږي او د دوی غوښتنو ته ارزښت ورکول کېږي.
مدني فعالیت کومه رسمي دنده نه ده، د ټولنې هر وګړی د خپلې رسمي دندي ترڅنګ کولای شي یو مدني فعال واوسي.

هغه مدني “فعالان” چې ورته “شغالان ” ویل کېږي:

ځینې کسان شته چې د مدني فعالانو په جامه کې په ناقانونه تګه پروژه يي کارونه مخ ته وړي او حتا ځانګړي امتیازات هم لاس ته راوړي، دوی ته حرفه يي مدني فعالان هم وایي، چې ځینې ګوندونه، سیاسي ټولنې او حتا دولت داسې مدني فعالانو ته په غیرې قانوني ډول د ځانګړي مادي او معنوي امتیازاتو په ورکولو سره دوی د خپلو ګټو لپاره کاروي او کار ترې اخلي.
ځينې بیا د مدني فعالیت لاندې د شخصي او سیاسي اغراضو لپاره کرایه کېږي، د بیان آزادي او سوله يیزو لاریونونو، ناوړه ګټه پورته کوي، یوازې د زنده باد او مرده باد نعرو وهل، یوه ډله/ ګوند تقدیرول بله نقدول، په ټولنیزو رسنیو کې د یو چا پر ګټه د بل په تاوان او سپکولو لیکنې، منفي کمپاینونه، تمسخر او ملنډو وهلو، لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
ځکه خو په دې وروستيو کې له بده مرغه د څو مشخصو کسانو یا ډلې په وجه، ټول مدني فعالان د “هاهاها په ډله ” یادېږي، چې اوس یوازې د تمسخر او په چا پسې خندا کول “هاهاها ” دی، او خپل اصلي لوری یې هېر کړى دی.
نو هر هغه چاته چې انساني او مدني ارزښتونه ګران وي او غواړي د ټولګټو لپاره ګامونه پورته کړي، هغه یو مدني فعال دی، مدني کړنې هېڅکله هم د یوې اېنجو او سازمان پورې تړلې نه دي. د سیاسي ګوندونو لاڅپوسي، توکمپاله، د مذهب افراطي اجیرانو په نوم مدني فعالان یوازې او یوازې د ټولنې د وګړو د دوکه کولو او سپکولو لپاره په دندو ګمارل کیږي.
مدني ټولنه او مدني فعالان په ډېموکراټیکه ټولنه کې څلورمه څلۍ د قدرت یادېږي او ډیری وګړي پرې باور لري.
نو دا پر موږ ده چې څنګه د خپلې ټولنې یو مدني فعال پاتې شو او د خپلې ټولنې په ګټه ګامونه پورته کړو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ