ژباړه: عطا محمد میاخېل
په شپه او ورځ کې ۲۴ ساعته وخت لرئ، خو ځینې کسان د وخت په دې دوران کې هم ډېر کارونه ترسره کوي، په حقیقت کې هغوی د وخت د مدیریت په مهارت باندې پوه شوي دي.
هغه کسان چې د وخت د مدیریت مهارتونه یې ترلاسه کړي، تر نورو په توپیري ډول وخت مدیریت کوي. دا تر ټولو سخت مهارت دی، چې باید د دندهییز فعالیت په پیل کې یې زده کړئ. ښایي د وخت مدیریت ډېر پېچلي نه وي، خو په هغه باندې عمل کول په حیرانونکی ډول سخت دی.
د دې لیکنې په دوام د وخت د مدیریت په ۲۱ ټکو باندې رڼا اچول کېږي، چې باید د خپلې ځوانۍ په دوران کې ترې کار واخلئ.
کاناډایي لیکوال او طراح اتین ګاربوګلي (Etienne Garbugli)د خپل ژوند په دوران کې دا ومونده، چې څنګه خپل وخت او دنده په ښه او اغېزمنه توګه مدیریت کړي. نوموړي هغه څه چې د خپل ځان او نورو کار رامنځته کوونکو لپاره تحلیل او بررسي کړل او په ۲۰۱۳ م کې «د وخت د مدیریت ۲۶ ټکي، چې کاشکې په شل کلنۍ کې پرې پوهېدای» تر سرلیک لاندې وینا د SlideShare وېبسایټ له خوا د کال د غوره وینا په توګه وپېژندل شوه.
ګاربوګلي د ۲۰۱۵م په لومړیو کې «د نوي کال د توپاني پیل لپاره د وخت د مدیریت ۲۵ ټکي» تر سر لیک لاندې یوه بله مشهوره وینا وړاندې کړه.
دمګړۍ له دې دواړو ویناوو څخه مو ۲۱ مهم ټکي را ټول کړي دي. هڅه وکړئ، چې ټول ټکي د ځوانۍ پرمهال په خپل ځان کې بنسټیز کړئ، البته دا عادتونه کولای شي د یوه ۵۱ کلن مدیر لپاره هم مناسب وي.
۱ ـــ د کارونو د ترسره کېدو لپاره تل وخت لرئ
تاسو هېڅکله کم وخت نه لرئ، که چېرې کوم کار مو په ټاکلي وخت ترسره نه کړ، دا په دې مانا دی، چې هغه کار چندان اړین او خوندور نه و.
۲ ـــ وخت له هغه څه څخه ژر تېرېږي، چې تمه یې لرئ
غوره ده چې د کارونو ترمنځ یو واټنیز وخت په پام کې ونیسئ. ډېر د دقیقې پروګرامجوړونې په لټه کې مه اوسئ. ګاربوګلي په دې اړه وایي: “هرڅومره چې کومه دنده یا موخه په دقیقه توګه وټاکئ، نو ترسره کول یې ناشوني کېږي.”
۳ ـــ کله چې حالت مو ښه دی، ډېر کارونه ترسره کړئ
ځینې ورځې ډېره زیاته ګټه اخیستنه لرئ، په دې وختونو کې تمرکز مو د ۱۲ ساعتونو لپاره وساتئ او ډېره زیاته ګټه واخلئ.
۴ ـــ د هغو کارونو په لټه کې واوسئ، چې د شخصي او مسلکي ژوند لپاره مو ګټور دي
امریکایي لیکوال او کار رامنځته کوونکی کریس ګېل بو وایي: “ډېرې ګټه اخیستنې ته د رسېدو لپاره، خپلې شخصي او مسلکې موخې په یوه خوا باندې متمرکزې کړئ، مثلاً که جاپان ته له سفر کولو سره مینه لرئ، خو نه مو خوښېږي، چې هلته کار وکړئ، پرځای د دې، چې د جاپاني ژبې د زده کړې په صنفونو کې ګډون وکړئ، څو میاشتې په ښوونیزه دوره کې تېرې کړئ، چې د دنده ایزو تجربو د ښه والي سبب مو شي.”
۵ ـــ «پر ځان فشار راوړل» له «دندهییزې ستړیا» سره توپیر لري
ډېر فعالیت او جدیت د بې خوبۍ او له ځنډه پرته هڅې سبب دی، حتا که ډېر زیات انګېزه لرونکی هم و اوسئ، بیا هم باید د خپل استراحت او آرام لپاره وخت په پام کې ونیسئ، پرته له دې ستړیا د دې سبب ګرځي، چې د ګټه اخیستنې کچه مو راټیټه شي.
۶ ـــ څو کارونه په یو وخت مه ترسره کوئ
په یوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول، تمرکز له منځه وړي. څېړنو ښودلې د انسان مغز کله چې خپل تمرکز له یوې موضوع څخه بلې موضوع ته بیا یي، ډېره انرژي مصرفوي، نو که د ورځې په اوږدو کې، په هم مهالې توګه څو کارونه ترسره کوئ، نو مغز مو ډېر سخت ستړی کېږي او خپله وړتیا له لاسه ورکوي.
۷ ـــ استراحت وکړئ، چې حواس مو ګډوډ نه شي
د «پوموډورو» تګلاره وایي: “کارونه مو په ۲۵ دقیقه ایز واټن باندې ووېشئ او د دواړو وختیزو واټنونو ترمنځ، ۳ تر ۵ دقیقې استراحت وکړئ، کولای شئ د «Selfcontrol» له پوست کالي (سافټویر) څخه ګټه واخلئ، ترڅو چې فېسبوک او ټویټر ته سر ورښکاره کوئ، وخت مو ونه نیسي.”
۸ ـــ په پیل کې یو کوچنی کار ترسره کړئ
د یوه کوچني کار ترسره کول، د کار د پیل لپاره تر ټولو غوره لاره ده. ښایي د سهار په ۸ بجو کې د یوې وینا چمتو کول، تاسو له ډېر زیات سټرس او فشار سره مخامخ کړي، نو غوره ده، چې د کوچنیو کارونو په ترسره کولو سره، لکه مهمو کاري برېښنالیکونو ته په ځواب ورکونې سره، ذهن مو په سم تګلوري کې مېشت کړئ او وروسته وینا پیل کړئ.
۹ ـــ د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره غوره غوښتونکي مه اوسئ
امریکایي جنرال جورج پټین ویلي: “هغه ښه نقشه، چې همدا اوس ترسره شي، له هغې عالي نقشې څخه ډېره غوره ده، چې راتلونکې اونۍ ترسره شي.”
۱۰ ـــ اوږد کاري ساعت د ډېرې ګټه اخیستنې په مانا نه دی
ښایي داسې تصور وکړئ، چې د مېز شاته د اوږدې مودې لپاره ناستی، کارونه مو خپل پخپله بشپړېږي. هرڅومره، چې توان لرئ ترسره یې کړئ، ترڅو پرځای د دې چې اړ شئ تر ډېر وخته کار وکړئ، هغه کارونه، چې په لاس کې یې لرئ، په ټاکلي وخت کې یې ترسره کړئ.
۱۱ ـــ هغه کارونه، چې ډېر زیات تمرکز ته اړتیا لري، له نورو کارونو څخه یې جلا کړئ
که تل خپل کارونه دروئ، چې د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ، چې ډېر زیات تمرکز ته اړتیا لري، د کار کولو چټکتیا مو را کموي.
۱۲ ـــ بې اهمیته کارونه مه ترسره کوئ
که برېښنالیکو ته په ځواب ورکوونه باندې ډېر زیات وخت ولګوئ، نو د مهمو کارونو له ترسره کولو څخه ناخبره پاتې کېږئ، غوره ده، چې د ورځې یو مشخص وخت د بې اهمیته کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړی کړئ.
۱۳ ـــ که ډېر وخت نه نیسي، دا چې پیغامونه او برېښنا لیکونه مو ترلاسه کړل، سملاسي ځواب ورکړئ
امریکایی لیکوال او مشاور ډېوېډ آلن، «د کارونو کلیک وکړه» په نامه مشهور دی، یو دوه دقیقه ایز قانون معرفي کوي. دا قانون د لیکنیزو اړیکو په اړه کارول کېږي، نو که کولای شئ، همدا اوس پیغامونو او برېښنا لیکونو ته ځواب ورکړئ، په چټکه توګه ځواب ورکړئ او وروسته یې لرې کړئ.
۱۴ ـــ ستر کارونه په څو کوچنیو کارونو باندې ووېشئ، ترڅو په آسانه توګه ترسره شي
د امریکایي فوټبال روزونکی نیکُلاس لوسیبان، له ورته ستراتیژۍ څخه ګته اخلي او هغه «the process» نوموي. هغه لوبغاړو ته وړاندیز کوي، چې په مسابقه کې په اتلولۍ باندې تمرکز ونه کړي، بلکې هغوی ته وایي، چې یوازې په هغې دندې باندې تمرکز وکړي، چې همدا اوس یې لري.
۱۵ ـــ که له شلو دقیقو څخه ډېر وخت ته اړتیا لرئ، ترڅو یو کار پیل کړئ، په بل کار پسې لاړ شئ
که نه شئ کولای کوم کار ترسره کړئ، په بل کار پسې لاړ شئ، چې خپل ګټور توب او ګټه اخیستنه لوړه کړئ.
۱۶ ـــ هېڅ دوه کارونه په یوه اندازه ارزښت نه لري
د خپل ورځني پروګرام لپاره غوره ده، د هغو کارونو لیست ولرئ، چې باید ترسره شي، البته مهم ټکی د کارونو لومړیتوب بندي دی، هغه کارونه چې ډېر لومړیتوب لري، ژر ترسره کړئ او بې ارزښته کارونه، هغه وخت ته پرېږدئ، چې ذهن مو خپله وړتیا له لاسه ورکړې ده.
۱۷ ـــ د هرې ورځې اړین کار مشخص کړئ
د خپلو کارونو د لومړیتوب بندۍ لپاره، باید وګورئ، چې کوم کار ډېر اهمیت لري، چې خپل وخت او انرژي پرې مصرف کړئ.
۱۸ ـــ ځینې کارونه نورو ته وسپارئ
د دې لپاره، چې ښه پایله ترلاسه کړئ، نباید په دې اړه فکر وکړئ، چې ټول کارونه په خپله ترسره کړئ، نو ځینې کارونه نورو ته وسپارئ.
د «افراد څنګه فکر کوي، فکر ته مو بدلون ورکړئ، چې ژوند مو بدلون وکړي» کتاب امریکایي لیکوال جان کالوین مکسویل وایي: که کوم څوک وکولای شي، یو کار اتیا سلنه ستاسو په څېر ترسره کړي، نو ور وې سپارئ.
۱۹ ـــ پر تېر تمرکز مه کوئ
نباید د تېرو بریاوو او ماتو په اړه فکر وکړئ، بلکې په مخکې پرتې لارې باندې مو تمرکز وکړئ.
۲۰ ـــ یاددښت اخیستنه وکړئ
د ورځې په اوږدو کې، چې هره آیډیا مو ذهن ته راځي، د شپې تر پایه به مو په یاد پاتې نه شي، سپارښتنه کېږي، چې خپلې آیډیاوې په یوه کتابچه کې یاددښت یا په یوې تختې ولیکئ او یا هم د «Evernote» په څېر له یوه پروګرام څخه ګټه واخلئ.
۲۱ ـــ تل په خپل ذهن کې موخه ولرئ
ګاربوګلي وایي: “د لارې د پای په اړه فکر وکړئ، په خپلو موخو باندې تمرکز وکړئ، نه په خپلو دندو باندې، غوره ده، چې تل خپله موخه په پام کې ولرئ.“