اپریل 23, 2021

۱۴۰۰ د نوې پېړۍ پیل نه دی

 

د ۱۴۰۰ کال له پیله مخکې د خلکو ترمنځ د روانې پېړۍ د پای خبرې کېدې. ډېری کسان په دې اند وو چې د وري میاشتې لومړۍ نېټه د ۱۵مې پېړۍ پیل دی؛ خو تر ډېرو بحثونو وروسته جوته شوه چې ۱۴۰۰ ل ل د ۱۴مې پېړۍ پای نه دی. د یوې پېړۍ مانا، سل کاله ده. هر کله چې سل کاله بشپړ شي، یوه پېړۍ بشپړېږي. د ۱۳۹۹ ل ل پای د ۱۴مې پېړۍ پای نه دی؛ ځکه د ۱۴مې تر اوسه سلم کال نه دی تېر شوی. د ۱۳۹۹ پای د ۱۴مې پېړۍ د نهه نویم کال پای و.

ځينې کسان دا ادعا کوي چې پېړۍ پای ته رسېدلې او وايي چې نېټه په اصل کې له صفره پیلېږي نه له یوه، حال دا چې صفر د نیست پړاو دی. پیل پر یوه کېږي؛ مثلا که تاسو یوې ۵ پوړیزې ودانۍ ته ورننوځئ، د لومړي پوړ پیل یې له لومړۍ خښتې کوئ که نه؟!

معلومداره چې ځواب به مو دا وي چې پیل یې له لومړۍ خښتې دی او پای یې هم د اخري ( پينځم) پوړ اخري خښته وي. همداسې د ۱۴مې پېړۍ پیل پر ۱۳۰۱ ل ل وشو او پای به یې ان شاءالله د ۱۴۰۰ ل ل د کب میاشتې پر ۲۹مه وي. په دې حساب سره یوه پېړي بشپړېږي.

د لومړنۍ لېږدیزې لمریزې پېړۍ د پیل په اړه د ایران جیوفزیک موسسې ویلې چې هر تقویم یو پیل لري. او په عرف کې د هرې پېړۍ لومړنی کال له یوه شروع کېږي. د لومړنۍ لېږدیزې لمریزې پېړۍ پیل جمعه ۱ وری/حمل ۱ او اخرنۍ ورځ یې د ۱۰۰ کال د کب/حوت میاشتې ۲۹ مه د سې شنبې پر ورځ وه.

د دویمې  هجري شمسي پېړۍ پیل د ۱۰۱ کال د حمل/وري پر ۱ د چهارشنبې پر ورځ او پای یې د ۲۰۰ کال د کب/حوت پر ۲۹مه د یکشنبې پر ورځ وه.

د څورلسمه لېږدیزې لمریزې پېړۍ پیل د ۱۳۰۱ ل ل د وري/حمل پر لومړۍ نېټه د چهارشنبې پر ورځ،  پای یې  د ۱۴۰۰ ل ل د حوت پر ۲۹مه د یکشنبې پر ورځ وي.

پر دې مانا چې تر اوسه لا ۱۵مه لېږدیزه لمریزه پېړۍ نه ده پیل شوې او لا هم موږ او تاسو په ۱۴مه پېړۍ کې اوسو.

پنځلسمه پېړۍ به پر ۱۴۰۱ ل ل باندې پیلېږي. د ۱۴۰۱ د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د دوشنبې پر ورځ به د ۱۵مې پېړۍ پیل وي.

 

 

وروستي مطالب