د خُرما زړي؛ له خُرما پرته زړي یې هم ګټې لري!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د خرما زړي؛ له خرما پرته، زړي یې هم ډېرې ګټې لري!
د خرما د ګټو په اړه ښايي ټول وپوهېږو، یا یې په اړه پلټنه وکړو؛ خو تر اوسه مو د خُرما د زړي د ګټو په اړه شاید لږ اورېدلي وي. نن مو دا لیکنه د خُرما د زړي په اړه لیکلې ده چې ډېرې ښې او حیرانووکې ګټې لري.
۱-د اوښکو درول:
د خُرما د زړي یوه ګټه دا ده چې د سترګو دوامدره اوښکې دروي. هغه کسان چې د ځينو حساسیتونو له امله، د لمر د وړانګو ، د درملو او نورو لاملونو له امله یې سترګې اوښکې کوي، د خرُما څو زړي دې وټکوي، ودې اېشوي، بیا دې له صافي وباسي، سترګې دې ورباندې ومینځي.
ځينې کسان پر دې اند دي چې د خُرما د زړي پوډر د سترګو لید پیاوړی کوي.
۲-د غاښ‌درد تسکین:
بله ګټه یې دا ده چې د غاښ‌درد ژر ښه کوي. تاسو کولی شئ د خُرما د زړي لږ پوډر پر غاښ واچوئ او درد پرې تسکین کړئ.
۳-د ټپ رغول:
د خُرما زړی وسوځوئ، بیا یې پوډر کړئ( ویې ټکوئ). وروسته یې پر ټپ/زخم کېږدئ، ښه کېږي.
۴-د مور شیدې ډېروي:
که چېرې کور کې داسې مېرمنې لرئ چې ماشوم ته شیدې ورکوي، شیدې یې کمې وي، کولی شئ د خُرما پوډر څخه په سرو/اېشول شویو اوبو کې یو ډول چای ته ورته څښاک جوړ کړئ. شیدې ورکوونکې میندې دې دا ډول څښاک اونۍ کې څو ځلي وڅښي.
۵-قوي انټي بیوټيک دی:
د خُرما زړي د انټي بیوټيک په څېر دي. دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. د ( ډي اِن اې) جوړښت ته د زیان رسېدو مخنیوی کوي.
۶-د پښتورګو تیګه غورځوي:
د پښتورګو تیګه ډېری کسان دردوي، آن وژني یې هم؛ خو تاسو کولی شئ د خُرما د زړيو په مرسته دا ستونزه لرې کړئ. هغه کسان چې مثانه او بډوډي یې تیګه لري، د خُرما زړي ته وټکوي، په اوبو کې دې واېشوي، بیا دې وڅښي. دا ډول اوبه دې د ورځې دوه وارې وڅښي.
۷-اسهال جوړوي:
د خُرما زړی کولی شي د هضمي سیسټم ټولې مضرې باکټریاوې ووژني، پاک یې کړي او میکربونه لرې کړي. د همدې لپاره د اسهال د جوړېدو لامل هم کېږي. د دې لپاره هم باید همغه ډول څښاک چمتو شي.
۸-د شکر درملنه:
تر ټولو هيښوونکې ګټه یې د شکر درملنه ده. د خُرما زړي لس ورځې لمر ته واچوئ چې وچ شي. وروسته یې وسوځوئ او ویې ټکوئ. بیا یې د چای یا قهوې پر ځای څښلی شئ.
۹-د ويښتان د تویېدو مخه نیسي:
د هغو کسانو چې ويښته یې تویېږي، کولی شي د خُرما د زړي غوړي پیدا کړي او پر سر یې وموښي. سربېره پر دې کولی شي د ځان مینځلو لپاره یې د صابون او شامپو پر ځای وکاروي.
۱۰-د معدې زخم رغوي:
د خُرما د زړيو غوړي کولی شي د معدې زخم ورغوي او ترې بېغمه شئ.
۱۱- ويټامین که/k لري:
ويټامین که وجود او هډوکو ته خورا اړین دی، د همدې لپاره کولی شئ د خُرما له زړي څخه د ويټامین که د پوره کولو په پار ګټه واخلئ. تاسو کولی شئ چې د خُرما د زړي غوړي وکاروئ؛ خو ډېره سپارښتنه هم نه پرې کېږي.
یادونه: د دې لپاره چې د خُرما د زړي ټکول درته اسانه شي، تاسو کولی شئ لومړی ټول زړي ټول کړئ، لمر ته یې وچ کړئ، بیا یې وټکوئ، هر ډول مو چې زړه وي ګټه ترې اخیستلی شئ.