ژباړه: عطا محمد میاخېل
د دندهيیزې بریا د رازونو په اړه ډېر زیات کتابونه شته، خو ټول یې په داسې بڼه خبرې کوي، چې ګویا له یوه روبوټ سره مخامخ یو. معمولاً په دې کتابونو کې احساسات نالیدلي نیول کېږي، دا په داسې حال کې ده، چې د یوې کارې ورځې د پیل لپاره، احساسات مهم او پیاوړی رول لري. د دې لیکنې په دوام په یوولس رازونو باندې رڼا اچول کېږي، چې تاسو خپلې موخې ته رسوي.
د کاري ورځې په پیل کې ډېر زیات اروایي فشار (سټرس) لرو، خو که وکولای شو، خپله ورځ په آرامتیا او پرته له تشویش او اندېښې څخه پیل کړو، ډېر زیات تمرکز به ولرو او په غوره توګه کولای شو خپلو کارونو ته لاسرسی وکړو.
د ورځې په پیل سره باید ډېرو ټیلیفونونو او پیغامونو ته ځواب ورکړو، نو خپل ټول وخت او انرژي مو خپلو شاوخوا پېښو ته په ځواب ورکولو باندې مصرفېږي، نور به د بریا د رازونو د موندنې لپاره وخت ونه لرو، خو واقعاً د دندهییزې بریا رازونه څه دي او څنګه کولای شو، چې ورته لاسرسی پیدا کړو؟
باید وکولای شئ، تر کومه ځایه چې امکان لري، خپله ورځ په منظم پروګرام سره پیل کړئ. په ورځني پروګرام سره به په شرایطو باندې ښه کنټرول ولرو او تشویش او اروایي فشار مو را کمېږي، نو د منظمو او له پروګرام سره سمو ګامونو په پورته کولو سره، د بریا په لور به پرمخ لاړ شئ. کله چې وکولای شئ سهار مو په ښه توګه پیل کړئ، د ورځې په اوږدو کې به هم له ځانه مناسب ګټورتوب او اغېزمنتوب ښکاره کړئ.
۱ ـــ له نااړینو کارونو څخه ډډه وکړئ
د ورځې په اوږدو کې د نااړینو کارونو ترسره کول، د دې سبب ګرځي، چې ونه شو کولای خپلو ټولو ورځنیو دندو ته لاسرسی وکړو. معمولاً ډېری کسان په ناسمه توګه خپل کارونه ترسره کوي، وروستۍ څېړنې څرګندوي، که چېرې کارونه تل په ناسنجول شوې بڼه، نامنظمه توګه او بې پروګرامه ترسره کوئ، نو هېڅ لاستهراوړنه به ونه لرئ او له دې لارې نه شئ کولای، چې دندهییزې بریا ته ورسېږئ.
نباید د ورځې په اوږدو کې هغه کارونه، چې په ناڅاپي توګه را مخته کېږي، رسیده ګي وکړئ. په دقیقې پروګرام جوړونې سره کولای شو، چې سترو بریاوو ته ورسېږو، که غواړئ دندهییزې بریا ته ورسېږئ او ډېر کم اروایي فشار تجربه کړئ، نو له هر کار مخکې له خپل ځان څخه وپوښتئ:
آیا د دې کار ترسره کول اړین دي؟ هر هغه کار، چې ترسره کول یې آسانه او ساده دی، په دې مانا نه ده، چې هرومرو باید ترسره شي. ډېری کسان د ډېر شمېر هغو کارونو په ترسره کولو سره، چې آسانه دي، له بریا څخه لرې کېږي او د ډېر وخت او انرژۍ په لګولو سربېره، هېڅ لاستهراوړنې ته نه رسېږي، ځکه له هماغه پیله یې باید اقدام نه وي کړی.
ډېری کسان په خپل ژوند کې د وخت له کمښت څخه شکایت لري، خو سره له دې، داسې پروګرام جوړوي، چې ګواکې ډېر زیات وخت لري، په دې شرایطو او حالاتو کې څه باید وکړو؟ باید وکولای شو په محدود وخت کې ارزښتمن کارونه ترسره کړو.
۲ ـــ د کارونو د ترسره کولو لپاره، نن او سبا مه کوئ
ښایي د یوه کار د ترسره کولو لپاره غفلت وکړو او تل هغه کار وځنډوو، په داسې حال کې چې بریالي کسان یې د ترسره کولو په لټه کې دي. په هر مقام کې چې واوسئ، کله چې لاس په کار نه شئ، نو له خپلو موخو څخه یوې ته به یې هم ونه رسېږئ، ځکه چې علم او عمل یو د بل ترڅنګ مانا او ارزښت پیدا کوي.
د دندهییزې بریا له رازونو څخه یو دا دی چې د نن کار سبا ته پرېنږدئ، په حقیقت کې په نن کې د ښو پروګرامونو ترسره کول، په سبا کې د بې نیمګړتیا پروګرامونو له ترسره کولو څخه غوره دی، نو نباید د هېڅ کار ترسره کول په بېلابېلو بهانو سره شاته وغورځوو او دغه راز نباید د مناسبو شرایطو په لټه کې واوسو، نو د دندهییزې بریا راز په اوس کې اقدام کول دي او نباید اجازه ورکړو، چې دنننۍ وېرې مو د پرمختګ مخه ونیسي. اوسنی وخت دی، چې موږ ته د بریا او ډېر پرمختګ شونتیا راکوي.
۳ ـــ په خپل مخکې پراته خنډونه په تدریج سره لرې کړئ
ډېری اختراع ګانې او بېسارې اغېزې، د وخت په اوږدو او له ماتو او دردونو څخه وروسته رامنځته شوي دي، نو ښایي په مخکې مو ډېرې ننګونې پرتې وي، چې په پای کې د بریا سبب ګرځي. د ارواپوهنې په فکري ودې او پرمختګ باندې د سختیو او ناکامیو د بدلون لپاره د فرد وړتیا ته ګوزاریزه وده یا (Post- Traumatic) ویل کېږي. د بررسیو پایلې څرګندوي، چې اندېښنې او سختیانې د فردي ودې، د بین فردي اړیکو د پیاوړتیا، کار پوهنې او حق پېژندنې سبب ګرځي.
کله چې دا نړۍ خوندي او د باور وړ ځای ونه ګڼو او ټول افکار مو له منځه لاړ شي، نو اړ یو چې خپلو نظریاتو او باورونو ته بدلون ورکړو او هر نوی فرصت، چې زموږ په وړاندې مېشتېږي، بدلون ته اړ کېږو، ترڅو په نوې بڼه او هر څه ته د نوي کار پیلونکي فرد په لید سره وګورو، دا هماغه نوی پیل دی، چې په پای کې موږ اوږد مهالې بریا او پرمختګ ته رسوي.
۴ ـــ له محدودیتونو څخه تېر شئ
کله چې له محدودیتونو سره مخامخ شئ، نو بریا او پرمختګ ته به ورسېږئ. ډېره ښه ده، چې په هواره لاره کې حرکت وکړو، خو د زده کړې لپاره اړینه ده، چې خپل ځان وننګوو او بېلابېلو شرایطو سره مخامخ شو، ښایي لږ سخته او ستونزمنه وي، خو په پای کې ذهني ودې ته رسېږو، کله چې نویو زده کړو ته رسېږو، چې له خپلې خوندي سیمې څخه را بهر شو.
له ننګونو او ستونزو سره مخامخ کېدل، موږ غښتلي کوي، کله چې تر ډېره په دې کنډه او کپره لاره کې واوسو، ډېر زیات څیزونه زده کوو، باید حرکت وکړو، له تېروتنو او سختیو سره مخامخ شو، ماتې وخورو او یو ځل بیا را پورته شو او خپلې لارې ته دوام ورکړو.
۵ ـــ په سختو شرایطو کې شهودي تصمیمونه ونیسئ
له شهود څخه انکار نه شو کولای، ځکه زموږ د ژوند په تېرو تجربو او ناخبرۍ باندې پوهېږي. ښایي شاوخوا خلک مو یوې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي، خو زموږ دنننی حس د «نه» په لور سوق کړي، په دې شرایطو کې د دې احساس لپاره په بشپړه توګه یو دلیل شته.
په سختو تصمیمونو کې، د پام وړ معلومات ترلاسه کړئ او تر کومه ځایه چې فکر کوئ، خپل دننني غږ ته غوږ ونیسئ، بریالي کسان په ښه توګه په شهود باندې اعتماد کوي، ځکه هر څومره، چې ډېر په خپل دننني حقیقت باندې تکیه وکړي، نو خپلو خوبونو او موخو ته یې د لاسرسي احتمال ډېرېږي.
۶ ـــ په مثبتو ټکو باندې تمرکز وکړئ
شون اکور (Shawn achor) «د خوشالۍ ګټې» تر عنوان لاندې کتاب کې ویلي دي: هغه روغتیا پالان (ډاکټران) چې ښه او مثبت خُلق او خوی لري د عادي روغتیا پالانو د ناروغۍ د تشخیص په پرتله، چټک تشخیص ته رسېږي او د نورو روغتیا پالانو په پرتله شل سلنه چټکې کړنې ترسره کوي.
حتا په پلورونکو کې خوش بیني او مثبت لید هم اغېز لري او د پنځوس سلنې ډېر پلور سبب ګرځي، په زړه پورې ده پوه شئ، چې په محصلینو کې هم خوش خُلقي مثبت اغېز لري، هغو محصلینو، چې د ریاضي له آزموینې مخکې یې ښه او خوشاله روحیه درلوده، د نورو په پرتله ډېرو بریاوو ته رسېدلي دي، نو پایله اخلو، چې بد خُلقه او بد اخلاقه فرد، نه شي کولای، چې ښه تصمیمونه ونیسي، ځکه چې په منفي حالت کې مغز، مثبتې پایلې ته نه رسېږي او د غوره پایلو د ترلاسه کولو لپاره باید مثبت واوسي.
ښایي داسې تصور وکړئ، چې بریالي کسان هېڅکله نه خواشیني کېږي؛ داسې نه ده، بریالي کسان هم ښایي خواشیني او غوسه شي، خو په چټکه توګه ټول منفي احساسات او افکار له ځانه لرې کوي او په ستونزو او سختیو باندې ډېر کم تمرکز لري.
۷ ـــ ډېر ژر مه ناهیلي کېږئ او خپله موخه مجسمه کړئ
کله چې د ډنګروالي لپاره تصمیم نیسئ، ښایي په هره بهانه چې وي، ورزش او خوړنیز پروګرام پرېږدئ، د کارو بار په برخه کې هم همداسې ده، هغه وخت خپلې موخې ته رسېږو، چې نا هیلي نه شو او له ستونزو او سختیو سره مبارزه وکړو. ډېری کسان د سختیو او ننګونو د رامنځته کېدو پرمهال اراده یې کمزورې کېږي او د آسانه لارې په لټه کې دي، په داسې حال کې چې آسانه لاره موږ بېلارې کوي او له خپلې موخې څخه به مو لرې کړي.
بریالي کسان هڅه کوي، چې خپلې موخې په خپل ذهن کې مجسمې کړي، ترڅو له ناهیلۍ او ناڅاپي درېدو څخه لرې شي. د بېلګې په توګه: هغه چا چې په ډېرې سختۍ سره یې خپل وزن کم کړی دی، تل له خپل چاغښت څخه له ځانه سره یو انځور لري، ترڅو ځان ته د دې یادونه وکړي، چې چاغښت په کمین کې دی او نباید له خپلې موخې څخه چې د غړو تناسب دی، واټن واخلي.
ځینې کسان خپل کورنۍ انځور په خپل کاري مېز باندې ږدي، ترڅو خپل ځان ته د دې یادونه وکړي، چې د خپل زړه ټوټو (اولادونو) لپاره زحمت باسي. کله چې غواړئ له خپلې موخې څخه لرې شئ، نو په هره لاره چې وي، خپل ځان ته د زغم او صبر یادونه وکړئ.
۸ ـــ د خپل ځان لپاره د یاددښت کتابچه ولرئ
هرومرو درته په زړه پورې ده، پوه شئ چې د خاطراتو د کتابچې لرل، ستاسو په دنده ایزې بریا باندې ډېره ښه اغېزه لري، بریالي کسان د خپلې بریا په لټه کې دي او تل خپلې موخې بررسي کوي، هغوی د خاطراتو کتابچه لري، ترڅو وکولای شي له هغې څخه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ګټه واخلي.
په دې کتابچه کې کولای شئ، د ورځې په اوږدو کې بریا ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې هڅې یاددښت کړئ، ښایي ډېر کم کسان د خاطراتو له کتابچې ګټه واخلي، خو نه شو کولای په فردي پرمختګ او بریا باندې د هغې له اغېزې څخه سترګې پټې کړو.
۹ ـــ له الهام بښونکو افرادو څخه مشوره واخلئ
د هر کار د ترسره کولو لپاره، چې اقدام کوئ، نو د نورو مرستې ته به اړتیا ولرئ، ترڅو وکولای شئ بریا ته ورسېږئ او هېڅکله به په یوازې توګه بریالي نه شئ. ډېره زیاته سخته ده، چې په بېلابېلو کتابونو باندې په تکیه کولو سره، زده کړې ته ورسېږئ، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید د هغو کسانو له مرستې څخه ګټه واخلئ، چې مخکې یې دا لاره وهلې ده.
زیات تمرین کول ستاسو معلومات ډېروي، خو له روزونکي او الهام بښونکي فرد سره مشوره کول، په تاسو کې له ډېرې هڅې سره لېوالتیا رامنځته کوي. کله چې د بریالیو کسانو ژوند تحلیل کړئ، نو په بشپړه توګه به له یوه روزونکي یا غوره بېلګې سره مخامخ شئ، چې د هغو د بریا سبب شوي دي.
کله وخت بریالي کسان ارزوو او د هغوی د موقعیت په بررسۍ سره، په خپل ذهن کې د کار د دوام لپاره لا ډېرې انګېزې ته رسېږو، هر فرد خپلې د پام وړ موخې ته د رسېدو لپاره د آیډیاوو په جوړولو سره، ښې او فوق العاده انګېزې ته رسېږي، په حقیقت کې د دې جملې په ویلو سره لکه: «نور توانېدلي دي، زه هم کولای شم» بریا ته د رسېدو لپاره به ډېره زیاته انرژي او انګېزه ترلاسه کړئ.
۱۰ ـــ د خپلو شاوخوا خلکو له نظرونو او نیوکو څخه هرکلی وکړئ
ارسطو وایي: «له نیوکې څخه د ډډه کولو لپاره باید هېڅ ونه وایو، هېڅ ونه کړو او هېڅ نه و» که د ټولو هغه کارونو لپاره، چې ترسره کوئ یې او د هغو فکرونو لپاره، چې لرئ یې، درباندې نیوکه کېږي، یانې د ورځینو او یو شان کارونو پرخلاف لاره باندې روان شوي یاست او دا ستاسو له بریا سره مرسته کوي.
د دې لپاره چې له نیوکو څخه ګټه واخلئ، په هغه لاره کې چې بریالیو کسانو وهلې ده، ګام پورته کړئ، ښایي له نیوکو، کینې، حسد او منفي لید سره مخامخ شئ؛ نو وې ارزوئ او هېر یې کړئ، په مقابل کې یې د هغو کسانو په سپارښتنو باندې عمل وکړئ، چې له تاسو سره مرسته کوي، چې خپلو موخو ته ورسېږئ او جوړونکو او مثبتو نیوکو ته پام ولرئ، د جوړونکي او مثبت فیډبک په ترلاسه کولو سره، له هغه شخص څخه مننه وکړئ، دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو ټول هغه کسان، چې ترې مننه شوې ده، تاسو له خپل ملاتړ او مثبتې انرژۍ څخه برخمن کړي.
۱۱ ـــ کم غرور ولرئ
بریالي کسان مغرور نه دي او دې درک ته رسېدلي، چې باید کله وخت تېروتنه وکړي او وبښئ ووایي. هغوی په دې مسئله باندې پوه دي، چې په هر څه باندې نه پوهېږي او تل باید په نورو باندې حساب وکړي.
کله وخت تېروتنې او ښویېدنې رامنځته کېږي، چې باید ترې تېر شئ، بریالي کسان پوهېږي، چې کله وخت ماتې اړینه ده او یو ځل بیا باید را پورته شئ او ځغلنده ګامونه پورته کړئ، باید صبر او زغم ولرئ او دا مه هېروئ، چې د ژوند د لارې په اوږدو کې کله ناکامي او کله هم خوښي رامخته کېږي.