پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

د رهبري او مدیریت ترمنځ توپیر په څه کې دی؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

د رهبري او مدیریت ترمنځ توپیر په څه کې دی؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ښایي کله وخت ستاسو ذهن یې بوخت کړی وي. ځینې کسان لاهم مدیریت او رهبري یو ګڼي او د هغوی ترمنځ توپیر نه مني، خو رښتیا دا دي، چې مدیریت او رهبري په عین ورته والي کې، چې له یو بل سره یې لري، له یو بل سره بنسټیز توپیر هم لري.

د مدیریت تعریف

مدیریت د یوې ډلې یا د اشخاصو د یوې ټولګې له کنټرولو څخه عبارت دی. بېلګه ایز مدیران د پروګرامونو د طرحه کولو، ارزولو، نظارت، همغږي، د ستونزو د حل، ګمارنې او له دندې څخه د ګوښه کولو دنده په غاړه لري. په بله وینا مدیریت له هغې پروسې څخه عبارت دی، چې د پروګرامونو د طرحه کولو، ګمارنې او سازماندهۍ له لارې، یوې یا څو موخو ته د رسېدو لپاره، له مالي، انساني، فزیکي او ټکنالوژیکي سرچینو څخه په ښه او اغېزناکه توګه ګټه اخلي.

د رهبري تعریف

رهبري، موخې ته د رسېدو په لاره کې په افرادو یا ډلو باندې د واک لرلو له وړتیا څخه عبارت ده. رهبر هغه چاته ویل کېږي، چې په ځان باندې له لوړ باور او اعتماد، پیاوړې او وسپنیزې ارادې، جدیت او جسمي تحرک څخه برخمن وي، چې دا صفتونه او کارېزماتیک شخصیت، په افرادو کې د ځواک د رامنځته کېدو او په هغوی باندې د واک لرلو سبب شي.

د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ توپیر

د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ په توپیرونو کې د سازمان او مدیریت د کارپوهانو له خوا درې ډوله لیدلوري شتون لري:

لومړۍ ډله: ډېر کم کسان دا دوې اصطلاحګانې مترادفې ګڼي او د رهبر او مدیر ترمنځ توپیر نه مني.

دویمه ډله: د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ توپیر مني، خو مدیریت له رهبرۍ څخه عام ګڼي او رهبري د مدیریت د دندو یوه برخه ګڼي. د دې کسانو له نظر د مدیریت مفهوم له رهبرۍ څخه ډېر پراخ دی.

درېیمه ډله: دا ډله، چې د دې برخې ډېری کارپوهان او د نظر خاوندان پکې شاملېږي، رهبري یو پراخ مفهوم ګڼي او مدیریت د رهبرۍ د دندو یوه برخه ګني، یانې د رهبرۍ اصطلاح د مدیریت په پرتله ډېره عامه او پراخه ده.

د رهبري او مدیریت ترمنځ ۲۷ بنسټیز توپیرونه

۱ ـــ رهبري د مدیریت په پرتله یو پراخ مفهوم دی.

۲ ـــ په رهبري کې د بدلون او خلاقانه کړنې رامنځته کېدل شتون لري، په داسې حال کې، چې په مدیریت کې، په قانوني چوکاټ کې کړنې ترسره کول اړین دي.

۳ ـــ په رهبري کې، د سازمان غړیتوب مطرح نه دی، بلکې په نورو باندې اغېز ښندل ارزښت لري. یانې که کوم کس د نورو په تصمیم نیونه باندې اغېزه وښندي، نو د رهبرۍ په رول کې یې کړنه ترسره کړې ده، خو په مدیریت کې د مراتبو لړۍ ( سلسله ) یو اصل دی.

۴ ـــ په رهبرۍ کې، د سازمان غړیتوب مطرح نه دی، یو رهبر کولای شي، چې له سازمان څخه بهر وي، خو د سازمان دننه افرادو باندې واک ولري، خو په مدیریت کې د غړیتوب تر لاسه کول، په لاس لاندې افرادو باندې د مدیریت کولو لپاره، لومړی شرط دی.

۵ ـــ په رهبرۍ کې کېدای شي، موخې له سازمان څخه لوړې او بهر وي، خو په مدیریت کې موخې سازماني او د سازمان په محدوده کې دي.

۶ ـــ د مدیریت په پرتله د رهبرۍ واک، پایښت، دستورونه او فرمانونه ډېر زیات دي.

۷ ـــ په رهبرۍ کې د پیروانو منل مطرح دي او ځواک د شخصي جاذبې او راښکون پر بنسټ دی، خو د یوه مدیر ځواک سازماني ځواک دی.

۸ ـــ رهبري ابتکار او رامنځته کول کوي، خو مدیر اداره کول کوي او د قانون په چوکاټ کې حرکت کوي.

۹ ـــ رهبري شته وضعیت ته ښه والی ور بښي، خو مدیر د پام وړ وضعیت ساتي.

۱۰ ـــ رهبري په افرادو باندې تمرکز کوي، خو مدیر په سیستمونو او جوړښتونو باندې تمرکز کوي.

۱۱ ـــ رهبري په لاس لاندې کسانو باندې اعتماد کوي او روح، هیله او خلاقیت رامنځته کوي، خو مدیر په لاس لاندې کسانو باندې نظارت کوي.

۱۲ ـــ رهبري پراخ لید لوری او لر لید لري او الهام بښونکې ده، خو مدیر محدود لید لوری لري.

۱۳ ـــ رهبري سم کارونه ترسره کوي، خو مدیر کارونه په سمه توګه ترسره کوي.

۱۴ ـــ رهبر پر مدیریتي ځواک سر بېره، شخصي ځواک هم لري.

۱۵ ـــ رهبر د بدلون له رامنځته کولو سره سر و کار لري، خو مدیر له پېچلتیاوو سره لاس و ګرېوان وي.

۱۶ ـــ رهبران د راتلونکې په اړه، د بصیرت د رامنځته کولو له لارې، لوری مشخصوي، خو مدیران د رسمي پروګرامونو له لارې، د وچو سازماني جوړښتونو طرحه، نظم او ترتیب رامنځته کوي.

۱۷ ـــ رهبران له ابتکاري لارې، له کارکوونکو سره په اړیکه کې کېږي، خو مدیران د مراتبو د لړۍ (سلسلې) له لارې له کارکوونکو سره په اړیکه کې دي.

۱۸ ـــ رهبر خپل واکونه نورو ته سپاري، خو مدیر خپل مسؤولیتونه نورو ته سپاري.

۱۹ ـــ رهبر د تېروتنې په دلیل پسې ګرځي، خو مدیر په نیمګړي پسې ګرځي.

۲۰ ـــ رهبر د ودې او پرمختګ لپاره شته وضعیت ننګوي، خو مدیر شته وضعیت مني.

۲۱ ـــ رهبر په ارزښتونو باندې ټینګار لري، خو مدیر په معیارونو باندې.

۲۲ ـــ رهبر ډېر غوږ نیسي، خو مدیر ډېرې خبرې کوي.

۲۳ ـــ رهبر دا ښکاره کوي او نورو ته یې ورښیي، چې څنګه باید ترسره شي، خو مدیر وایي، څه څیز باید ترسره شي.

۲۴ ـــ رهبر درنښت ته ژمن او پابند دی، خو مدیر د خپلو لاس لاندې کسانو له خوا د درنښت غوښتونکی دی.

۲۵ ـــ رهبر کاریزماتیک شخصیت لري، خو مدیر یو سیستماتیک شخصیت دی.

۲۶ ـــ رهبر خپلو لاس لاندې کسانو ته تګلارې ورښیي، خو مدیر یوازې په تګلارو باندې پوهېږي.

۲۷ ـــ رهبر پیروان لري، خو مدیر کارمندان لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل