ژباړه: حمیدالله حمیدي
د الازهر جومات د مصر تر ټولو مشهور او پخوانی مسجد دی، چې د محمد العربي لخوا د مصر له فتحې وروسته په ۹۷۰ م کې په قاهره کې جوړ شوی دی.
دا چې په قاهره کې تر ټولو لومړنی جومات دی، نو له همدې کبله ورته د مصر جامع جومات هم ویل کېږي. د الازهر جومات د نړۍ تر ټولو ډېر پایې لرونکی جومات بلل کېږي، چې لمونځ کوونکي د قبلې په طرف پر پنځو لویو قطارونو باندې وېشي.
لویه ګنبده یې د قبلې پخوا کې موقعیت لري، چې په ۹۰۵ هـ ق کې جوړه شوې ده.
د ۲۰۰ م د کوچني اختر یوه ویډیو؛
د عثمانيانو په دوره کې د جومات د قبلې دېوال د جومات د پراخوالي لپاره له خپل ځای څخه لرې او مخ ته یوړل شو.
جومات په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. کتاب خانه، علمي مرکزونه او پوهنتون یې مشهور اړوند ملحقات دي. د جومات اړوند، پوهنتون کې تر ډېره دیني علوم لکه، فقه، حدیث او تفسیر تدریسېږي، چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه محصلین په کې پر زدهکړو بوخت دي.
د ۱۹مې پېړۍ په اخرو کې د شیخ محمد عبده لخوا د جومات په څنګ کې یو لوی کتاب خانه هم جوړه شوه، چې اوسمهال لږ تر لږه نیم میلیونه ټوکه کتابونه لري.
دغه کتابتون په مصر کې له (دارالکتب المصریه) وروسته دویم لوی کتابتون دی.
د الازهر له جومات څخه یوازې د یوه عبادت ځای په توګه کار نه اخیستل کېږي، بلکې د فتواوو صادرلو لوی مرکز هم بلل کېږي.