بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه

په ازموینه کې آرامتيا

Stressed student sitting in a classroom at a table while doing a test
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

آرامتیا یعنې سوله، اشتي او امنیت ته وایي.

آرامتیا په حقیقت کې یو دنننۍ حس دی چې د انسانانو په دننه کې قرار لري. که څه هم باندنۍ محیطي عوامل هم اغېزه کوي.

کله چې موږ درس لولو باید مناسب ځای کې ولولو.

په داسې کوټه کې درس ولولو، چې منظمه او پاکه وي، ذهن او فکر مو ګډوډ نه وي.

په کوټې کې باید په ټاکلې کچه روښنایي وي، نه ډېره او نه هم کمه.

کله چې مطالعه کوو باید ټلویزیون بند کړو، او موسیقي هم باید وا نه اورو، چې مزاحمت راته ونه کړي، ځکه کله چې ذهن دوه ځایه بوخت شي، نو مطالعه په سمه توګه نشي کولی او نه هم جذبولی شي.

ځینې لارې شته چې د هغه په ترسره کولو سره موږ په ازموینه کې ارامتیا ترلاسه کولی شو.

موږ باید ازموینې ته ژر او په مناسب وخت ځان ورسوو. که موږ ناوخته ورسېږو، نو موږ ته اضطراب پیدا کېږي. که موږ وخته لاړ شو، نو کولای شو په ارامه څو دقیقې کېنو او ارام وکړو. تاسې به وکولای شئ، چې خپل فکر جوړ کړئ او په مثبت افکارو باندې تمرکز وکړئ.

له ازموینې څخه مخکې دا آرامتیا ډېره اړینه ده، چې یو ښه پیل ولرئ.

ټولې لارې چارې او پوښتنې په ډېر فکر سره ولولئ. که د اضطراب احساس ولرئ، امکان لري، چې په ځواب ورکولو کې تلوار وکړئ. همدا تلوار د دې سبب کېږي، چې ستاسو څخه ډېره اړینه خبره یا ځواب پاتې شي او یا هم کېدای شي غلط ځواب ورکړئ، نو د همدې لپاره هر سوال په ډېر فکر سره او سم ځواب ورکړئ، چې ازموینه مو په سمه توګه پایته ورسېږي.

که وېره احساسوئ، نو ژوره ساه واخلئ. که لږ اضطراب لرئ، دا طبیعي خبر ده، خو که اضطراب مو ډېر وي، نو خپلې سترګې وتړئ او څو ځلې ژوره ساه واخلئ، کله چې مو ځان ښه احساس کړ، بیا د سوالو ځواب ته ادامه ورکړئ.

د امتحان په صحنه کې تل مثبت فکر وکړئ، ووایاست چې ما درس لوستی او زه کولی شم ټول سوالونه ځواب کړم.

په سوالونو باندې مو ډېر تمرکز وکړئ. د ازموینې په وخت کې فکر مو باید ګډود نه شي، ځکه دا کار منفي افکارو ته اجازه ورکوي، چې ستاسې ذهن ته درشي، یوازې د سوالونو په هکله فکر وکړئ.

که د یوې پوښتنې پر ځواب نه پوهېږئ، د هغه څخه صرف نظر وکړئ. ځکه که د هغه په هکله ډېر فکر وکړې په ذهن مو فشار راځي، کېدای شي د نورو پوښتنو پر وړاندې ستاسې تمرکز خراب کړي او کېدای شي، وخت مو هم خلاص شي بیا به د نورو سوالونو ځواب ته وخت نه لرئ.

په زده‌کړه کې نظم

پر موخو باید تمرکز وکړو، له خپله ځانه وپوښتئ، مرسته وغواړئ.

څنګه کولای شو د چې د ازموینې ورځې لپاره چمتو شو؟

د ازموینې له ډول څخه باید ځان خبر کړو. درس ویل باید په عادت بدل کړو، کله چې څه لولو، باید یادښت واخلو، په صنف کې باید درس ته پام وکړو او درسي مطالب باید مرور کړو.

د ازموینې په سټرس باندې څنګه غلبه وکړو؟

باید سپورټ وکړو، خپرونه ولرو، سم خواړه وخورو، په ټاکلې کچه خوب وکړو، سمه مطالعه ولرو، ازموینه ورکول باید تمرین کړو، ژوره ساه واخلو، خپل د مطالعې ځای ته باید بدلون ورکړو، د ازموینې په ورځ باید ارام و اوسو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ