د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله، په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر دونيم ملیونه ته رسیږي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ٨٥٠ زره یې ښځینه دي.
د وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې هېڅ داسې ولسوالۍ نشته چې روږدي مېرمني پکې شتون ونه لري.
د عامې روغتیا وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې دفتر مرستیال، “عبد الشکور حیدري” بي بي سي ته ویلي: ډېری روږدي ښځې په شمالي او لویدیزو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د هغه په وینا، هغه میرمنې چې د ژوند ملګري يا هم وروڼه يې د مخدره توکو کاروونکي دي؛ دوی یې دې ته اړ ایستلي، چې مخدره توکي وکاروي.
نوموړي ویلي، په افغانستان کې د مېرمنو روږدوالی یو بل دلیل د خپلو خواخوږو د لاسه ورکول او ډېر غم دی. روږدي کسان د نشه يې توکو په کارولو سره خپل غم او درد کموي.
له بلې خوا، کلیوالي میرمنې د مخدره توکو په کارولو سره سخت (شاقه) کار کوي، چې په دې توګه د کړاؤونو او درد احساس کموي.
په ټول هېواد کې د مخدره توکو د معتادینو د درملنې لپاره ٤٠٧٠ بستره شتون لري، چې له دې جملې څخه یوازې ١٨ سلنه یې د ښځو لپاره دي. د چارواکو په وینا ، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د روږدو ښځو شمېر د ښارونو په پرتله دوه برابره زیات دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د معتادینو سره د مبارزې لپاره په کال کې یوازې یو ملیارد افغانۍ (١٣ملیونه ډالر) ځانګړې شوي دي.
په داسي حال کې چې افغانستان د نشه یي توکو ترټولو لوی تولیدونکی هېواد دی. او تر ټولو ډېر مصرفونکي پړاو ته د تګ یا ننوتلو په حال کې دى، د بده بخته د درملنې اسانتياوې د معتادینو د شمېر په پرتله ډېرې کمې دي.