زلمی خلیلزاد چیرته دی، بلینکن سره ولې نه و، ماموریت یې شته، که خلاص شو؟

د افغانستان د سولې د مسلې په اړه چې له دریو کلونو راهیسې امریکا روانه کړې ده، اوس یو بل حالت ته تللې.

له یوه اړخه ښکاري چې امریکا له افغانستان پښې سپکوي، لګښت کموي او خپل زیان مخه نیسي، خو د افغانانو لپاره یو لوی مسوولیت ور په غاړه کیږي.

له تیر کاله چې امریکا او طالبانو سره موافقه کړې، طالبانو پر امریکا هیڅ برید نه دی کړی او تر اوسه یې له افغانانو سره جګړه روانه ده.

د سولې ټوله لوبه د امریکا له اړخه افغان الاصله امریکايي زلمی خلیلزاد مخته وړي او له ټولو لوریو سره په خبرو بوخت دی.

که څه هم امریکا د وتلو نیټه اعلان کړه، خو بیا هم ډیر باور نشته چې ایا امریکایان به پر دغه نیټه ووځي که پاته شي.

خلیلزاد به اوس چیرته وي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلنکین سره د هغه په وروستي سفر کې چې افغانستان ته یې درلود، نه دی لیدل شوی.

تر اوسه معلومه نه ده چې خلیلزاد چیرته دی، خو په دې اړه درې اټکلونه کیدای شي:

۱- خلیلزاد استانبول کې

که چیرته زلمی خلیلزاد په استانبول کې وي، نو مانا دا چې هغه اوس هم پر دې بوخت دی چې د سولې د خبرو لپاره د استانبول جوړیدونکې ناسته برابروي او په دې برخه کې د ترکې په شمول له زیدخلو لوریو سره کار کوي.

۲- خلیلزاد دوحه کې

که چیرته خلیلزاد په دوحه کې وبولو، نو دی به له طالبانو سره پر خبرو بوخت وي او بلاخره په دې به طالبان قانع کوي چې د استانبول ناسته کې ګډون وکړي او د ځواکونو په وروستۍ اعلان شوې نیټې یې قناعت وشي.

د امریکا او طالبانو د توافق نامې له مخې امریکایان باید د مۍ تر لمړۍ نیټې وتلی وای، خو دا دی نوي اعلان کې د امریکایانو پاتېدل تر شا او خوا ۵ میاشتې وځنډید. طالبانو په دې اړه ویلي چې دا کار به توافق نامې ته زیان واوړوي، خو د بشپړې لغوې یې څه نه دي ویلي. دوی سرباری ویلي چې د ځواکونو د ویستلو هرکلی کوي. خو ښکاري چې په دې اړه د طالبان غبرګون توند نه دی، بلکې له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې برخه کې پر امریکا فشار راوړي.

۳- خلیلزاد امریکا کې

دې کې دوه خبرې د پام وړ دي؛

یو دا چې خلیلزاد شاید موقتاً امریکا ته ستون شوی وي څو نورو سفرونو ته چمتووالی ونیسي. او دویم دا چې یا به د خلیلزاد ماموریت د ځواکونو ایستلو د نیټې له اعلان سره پای ته رسیدلی وي، ځکه هغه په ټولو سفرونو کې یوازې د امریکا ګټې په ښه ډول خوندي کړې، امریکا ته زیان نه رسیږي، برید نه پرې کیږي او یوازې خپل سرتیري باسي او سرباری لا د پټو ضمیمو له مخې چې افغانستان کې یې د امریکا استخباراتي شتون د طالبانو سره منل شوی هم دی.

که چیرته د خلیلزاد ماموریت پای ته رسیدلی وي، نو مانا دا چې له دې وروسته د خلیلزاد لپاره د افغان سولې په موخه هڅې نه دي ور په غاړه او دې سره د امریکا لپاره د خلیلزاد دا ماموریت ختم دی.

پایله؛

که د امریکا او طالبانو هوکړه ولیدل شي هلته ښکاري چې د امریکایانو وتل، نوی اسلامي نظام جوړیدل او خبرې ټول سره تړلي ښکاري، شاید امریکا هم د همدې موخې لپاره د وتلو په بهانه یو څو میاشتې نوره هم پاته شي، څو وویني چې ایا د توافق نامې مطابق ګډ حکومت جوړیږي که نه.

بل خوا؛ د بلنکین سفر چې د افغانستان سولې او ځواکونو په اړه وه، باید خلیلزاد ورسره وای، که چیرته امریکا لکه پورته چې مو وویل افغانستان کې شتون نه ختموي او غیري مسوولانه نه وځي، نو بیا شاید خلیلزاد په دوحه یا هم استانبول کې جوړیدونکې ناستې پر چمتووالي او خبرو بوخت وي چې له امله یې ښايي خلیلزاد ورسره نه وي راغلی.

او دریمه خبره دا چې؛ هر څه باید یوې خواته شي، امریکا او هیڅ بل هیواد تل زموږ خپل کیدای نه شي، پردی کټ د نیمو شپو وي، باید ژر تر ژره دواړه لوري د ګډ حکومت او سولې لپاره ګامونه پورته کړي، اوربند وکړي او روان تاوتریخوالی باید پای ته ورسوي. طالبان هم باید له فرصت ګټه واخلي، ځکه اوسنی افغانستان شل کاله پخوانی افغانستان نه دی، ځوانان او ټول خلک پوهیږي چې څه وکړي، نو ځکه باید اوربند وکړي او په ډیر ښه ډول سره له داخلي خواوو سره موافقه وکړي او شریک مخته لاړ شي. ځانځاني به یې هیڅکله بریا ته ونه رسوي.

 

وروستي مطالب