
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان پاسپورټ د پاسپورټونو ترمنځ په نړیواله درجهبندي کې یو ځلې بیا د نړۍ تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ راغلی.
د راپورنو له مخې د ۲۰۰ هېوادونو د پاسپورټونو نړیواله درجهبندي اعلان شوه، چې افغاني پاسپورټ پکې وروستي ځای خپل کړی او د نړۍ تر ټولو بې ارزښته بلل شوی.
په دې نړیواله درجهبندي کې بیا د جاپان پاسپورټ په لومړي ځای کې راغلی او د نړۍ تر ټولو ارزښت لرونکی بلل شوی.
اینډکس پاسپورټ په نوم نړیوالې ورزشي ویبپاڼې راپور ورکړی، چې افغانستان یوازی کولای شي، له ویزې پرته څلورو هیوادونو ته سفر وکړي.
د افغانې پاسپورټ درلودونکې کولای شې په ۲۴ هېوادونو کې تر داخېلدو وروسته ویزه واخلي اما ۱۷۰ هېوادونو ته بیا تر داخلېدلو مخکې باید ویزه واخیستل شي.
د نړۍ تر ټولو ارزښت لرونکی پاسپورټ د جاپان هېواد دا نومول شوی.
جاپانیان کولای شي په خپل پاسپورټ سره ۸۲ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
خو د دې هېواد وګړي به ۳۶ هېوادونو ته پر خپل پاسپورټ ویزه لګوي.