پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د شاه فیصل جومات هم د نړۍ له لویو او مشهورو جوماتونو څخه دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د شاه فیصل جومات چې د پاکستان په اسلام اباد کې موقعیت لري، د نړۍ د لویو او مشهورو جوماتونو په ډله کې راځي. دغه جومات په (۵۰۰۰) متره مربع ځمکه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

په ۱۹۶۶ کال کې کله، چې د سعودي عربستان پاچا شاه فیصل بن عبدالعزیز اسلام اباد ته سفر وکړ، د دې جومات د جوړولو انګېزه ورسره پیدا شوه.

د جومات د جوړولو لپاره د ۱۷ اسلامي هېوادونو د معمارانو ترمنځ سيالي پیل شوه، چې د یوه نوي او پرمختللي جومات د جوړولو طرحې چمتو کړي. د ۴۳ طرحو له منځه د ترکي معمار (ودات دالوکای) طرحه ومنل شوه او د جومات د جوړولو کار رسماً پیل شو.

دا چې د جومات ټول لګښت د شاه فیصل بن عبدالعزیز لخوا ورکړل شوی، نو په همدې نامه نومول شوی هم دی. د شاه فیصل جومات یوه لویه ګنبده او څلور لوړې منارې لري.

د جومات پر دېوالونو د مشهورو پاکستاني خطاطانو لخوا په کوفي لیک لیکنې شوې دي.

دغه جومات پر نارینه‌وو سربېره د ۱۵۰۰ ښځینه لمونکوونکو لپاره هم ځانګړی ځای لري.

د شاه فیصل جومات پر نورو ملحقاتو سربېره، کتابتون، رسټورانټ او یو پوهنتون هم لري، چې ۷۰۰ محصلین په کې پر زده‌کړو بوخت دي. دغو ټولو ملحقاتو د جومات شاوخوا سیمه پر یوه واړه ښارګوټي بدله کړې ده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره

  • مننه حمیدی صاحب ډیرپه زړه پوری مالومات دی خپاره کړی یوه وړه غوښتنه هیله ده چی دعبدالرحمن جومات په هکله مالومات هم خپورکړی کوم چی په کابل کی شتون لری