پوهنه ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

ایا خدای ج زه هېر/ه کړې یم

ژباړه: مليحه ناصري

د ژوند ځينې ربړې انسان ته دا حس کله کله ورکوي او داسې ګني چې خدای ج هېر/ه کړې ده. دا سوچ ظاهراً کفري دی؛ خو ښايي زموږ ډېرو په ذهن کې دا خبره ګرځېدلې وي.

دا چې خدای ج موږ ته پام وکړي یا نه، ریښه يې زموږ خپل ځان دی. که موږ خدای ج یاد نه کړو، هغه مو نه یادوي؛ ځکه الله متعال ج وايي:« فاذکرونی اذکرکم واشکرولی ولا تکفرون». د خدای ج د یاد کونجي زموږ لاس کې ده، هغه تل موږ متوجه دی چې څه کوو. که غواړو چې خدای مو یاد کړي، باید هغه مانع چې زموږ تر مینځ ده ایسته یې کړو او هغه خنډ بل څه نه دی، موږ پخپله یو.

الله متعال ج خپلې وعدې ته ژمن دی!

هر څوک چې د ژوند په سختیو کې الله ج یاد کړي، وبه ویني چې رب به یې مرستې ته ورسي؛ که خدای ج د چا په یاد نه وي، الله متعال خپله ځان وریادوي، څومره خوندور دی چې خدای ځان درپه یاد کړي؛ ځکه الله ج هغه ملګری دی چې خپل ملګری نه خواروي او یوازېتوب ته یې نه پرېږدي.

د خدای ج یادول د انسان د باطني خوښۍ لامل کېږي. که د ورځې په بهیر کې د نورو وګړو په څېر ګناه وکړو او ځان ته ډاډ هم ورکړو چې نه دا ګناه نه ده؛ نو بېشکه چې خدای مو هېر کړی دی.

په دې پېچلې نړۍ کې چې هر څه ټکنالوژۍ پورې اړوندېږي، بوخیتاوو دومره تر خپل اغېزمن کړي یو چې د خدای له یاده یې ایستي یو؛ خو باید پوه شو چې خدای ج هر چېرته فعال دی او د بشر ته لارښوونه کوي.

دا اندونه چې خدای مکړه الله ج موږ هېر کړي یو، زموږ ارواه ته ستر ګواښ دی. دا فکرونه باطل او بې بنسټه دي. خدای یاد  کړئ چې یاد مو کړي. الله ج په سورة الغافر کې وايي:« ادعونی استجب لکم».

یانې الله ج ژمنه کړې چې ما وبولئ زه یې منم/ له ما یې وغواړئ زه یې درکوم.

که خدای مو په اخرت کې هېر کړي؟!

کله چې خدای ج موږ په اخرت کې هېر کړي خورا دردوونکې پېښه او عذاب به وي. خدای ج موږ ته دمخه خبرداری راکړی چې چې د هغو کسانو له دلې ونه شمېرل شو چې خدای هېر کړي. په اخرت کې تر ټولو سخت عذاب دا دی چې خدای څوک هېر کړي. الله متعال په سوره الجاثیة کې وايي:«وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنْسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿٣٤﴾»

کار، کورنۍ، اړیکې، د شتمنۍ مدیریت، اولادونه او نورې چارې هغه بوختیاوې دي چې کولی شي د خدای له ذکره مو لرې کړي؛ خو تکړه خلک هغه دي چې سره له دې ټولو خدای یادوي.

د خدای د یادولو په پار ځینې تګلارې:

په لمانځه کې مزاحمو فکرونو ته پاملرنه وکړو. کله مو چې پام شو چې فکر مو واووښت، سمدستي یې راوګرځوو.

په هغو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه وي او پوهېږو چې فکر مو بدلوي، باید د خدای نوم ذکر کړو.

ژبني کړنو یا عادتونو ته پام وکړو؛ مثلاً: کله چې( لا اله الا الله) وایو، یوازې باید همدې ته فکر وکړو، که شکر باسو باید پام وي چې ولې شکر باسو او د زړه له تله د خدای شکر ادا کړو، د ژبنیو عادتونو له مخې دا کار ونه کړو.

ځينې وختونه/فرصتونه ونه بایلو؛ځکه په رښتیا هم خدای ج داسې فرصتونه انسان ته ورکوي چې خدای پکې یاد شي، که یاد یې نه کړو تېروتي به یو.

ښايي د هر کار په پیل کې ( بسم الله) ووایو، د کار پای کې باید متوجه شو چې د تشریفاتو له مخې بسم الله وه که د خدای د یادولو په پار وه.

پرته د لمانځه له وختونو اودس درلودل او د خدای یادول مهم دي او اجر یې له خدای ج سره خوندي دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ