راپور: بشر درویش
په کوزه پښتونخوا کې د یوه افغان مړی چې ځایي خلکو او خپلوانو یې غوښتل هدیره کې یې ښخ کړي خښيدو ته نه دی پریښی.
خپره شوې ویډیو یکې ښکاري چې یوه ډله خلک چې په هدیره کې په قبر کیندلو بوخت دي او تر نیمايي یې رسولی دی، هغه مهال له قبر کیندلو منعه کیږي چې یو تن پښتون مشر راځي او ورته وايي چې دلته به دا مهاجر او افغان نه خښوي.
نوموړی خلکو ته ګواښ کوي چې ژر تر ژره بیرته قبر بند او دا مړ شوی افغان له دې ځای یوسي.
هغه خلکو ته د پيغور په ډول ویلي چې دلته مړي مه ښخوئ او دا هندوستان ته یوسئ.
دی وايي، ځکه دلته د افغان مړ شوي جسد نه پریږدي چې دوی کوم ځل د پاکستان بیرغ ته سپکاوی کړی دی.
د مړي د خپلوانو له ډلې یو سپین ږیری چې ددې خلکو ترمنځ ولاړ دی، وايي، دا جسد د هغو دولسو له ډلې یو دی چې په دې وروستیو کې له ننګرهاره د کښتۍ ډوبیدو په پیښه کې سیند وړی او د نوموړي افغان جسد هلته کوزه پښتونخوا کې پیدا شوی دی.
د پولیسو غبرګون
وروسته له هغه چې ایستل شوی قبر بیرته پر خلکو بندیږي، د پاکستان پولیس سیمې ته ورغلي. دا مهال پولیسو هم په یوه ډول د ځايي مشر ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې ولې یې د پاکستان بیرغ ته سپکاوی کړی دی.
د پولیسو مشر ویلي چې مړی باید دلته د ښخولو پرځای افغانستان ته یوړل شي.
ځايي مشر چې د مړی د ښخولو مخالف دی، څو تنه نور ځوانان ورسره دي او وايي چې ددې کار مخنیوي لپاره له یخ ارکنډیشن کوټې راووت او اجازه به ورنه کړي چې د پاکستان مخالف یې په کلي کې ښخ کړل شي.
هغه د پاکستاني پولیس پر اوږده د پاکستان د بیرغ په موچي کولو سره وايي چې ددې بیرغ اوچت ساتلو لپاره یې ډیرې هڅې کړي.
غبرګونونه
که څه هم دا کیسه تازه شوې، خو کله چې د کوزې پښتونخوا خلک خبر شوي، نو پر یاد پښتون مشر یې تودې نیوکې کړي او د مړۍ له کورنۍ یې غوښتي چې جسد راوړي، دوی به ورته په خپل کور او دیره کې قبر جوړ کړي.
ترڅنګ یې اوس چې ویډیو تازه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، خلک یې ډیر قهرولي او افغانانو سخت غبرګونونه ښودلي.
دوی ویلي چې افغانان باید خپله لاس په کار شي، خپل عزت وساتي او نور د نورو لپاره قرباني ورنه کړي. دوی ټینګار کړی چې ترڅو افغانان خپل وطن په خپله ونه ژغوري، د پردیو وطن کې جګړې لپاره ځان ورکړي او ووځي، دا ډول بدو پایلو سره به مخ کیږي.
خلکو پر ټولنیزو شبکو د کوزې پښتونخوا له بافهمه او ویښو خلکو غوښتي چې له یاد مشر ددې کار پوښتنه وکړي او سخت ځواب یې ورکړي.
ویډیو؛