بډایه طلاق: د بل ګېټس او مېرمنې شتمني به یې څنګه وېشل کېږي؟

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکی بل ګیټس او د هغه مېرمن “میلانډا ګیټس” له ۲۷ کلونو ګډ ژوند وروسته جلا کیدل اعلان کړل، چې دا به په نړۍ کې تر ټولو ګران طلاق وي.

د راپورونو له مخې، بل ګیټس، د یو سل او پینځلس ملیارد ډالرو (۲۲۴ ټریلیونه روپۍ) مالک او د هغه مېرمن د ملکیتونو د ویش په اړه یوې هوکړې ته نه دي رسیدلي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې “ميليندا ګيټس” به د محکمې د پرېکړې له مخې سل ټريليونه روپۍ ترلاسه کړي. یعني د دواړو ترمنځ یې د دولت مساویانه ویش حکم کړی.

د رسنیو د راپورونو په حواله، په نړۍ کې څلورم بډایه سړی بل ګیټس په متحده ایالاتو کې د کرنیزې ځمکې لویه برخه لري، په داسې حال کې چې بل ګیټس په ۱۸ مختلفو ایالتونو کې ۲۲۴،۰۰۰ جریبه او په پنځو ایالتونو کې کورونه، کښتۍ، موټرونه او د آرټ (هنرونو) ټولګې لري.

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکي شتمني به د هغه او مېرمن ملندا ګیټس تر مینځ په مساوي توګه تقسیم شي، هغه څوک چې په ۱۹۸۰کې یې د بل ګیټس سره لیدلي ؤ، هغه مهال میلندا د مایکروسافټ لپاره کار کاوه یاني مایکروسافټ کې کارمنده وه.

بل ګیټس او میلنډا درې ماشومان لري، چې دواړه میړه او میرمن یوځای د بل او میلنډا ګیټس فاؤنڈیشن په ګډه چلوي.

له دې دمخه، د نړۍ ترټولو بډایه سړی “جیف بیزوس” او “مکینزي” تر منځ طلاق په نړۍ کې ترټولو ګران طلاق و، چې په دې کې میکنزي له ۵۵ ټریلیون روپیو ډیرې پیسې ترلاسه کړې.




وروستي مطالب