د م.م کاروپوهان: افغانستان سره باید تعاملات ډېر شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او دوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.

سرچینه وايي چې همدا اوس په افغانستان کې هم له اقتصادي پلوه او هم له بشري پلوه وضعیت ترینګلی دی او د وضعیت کنټرول د نړیوالو مستقیم تعامل ته اړتیا لري.

په راپور کې راځي چې له نوي حکومت سره باید پر بشري حقونو، د مېرمنو پر حقونو د نجونو پر زده کړو او نورو مواردو اوږده بحثونه وشي.

دغه کاروپوهانو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام هم مهم بللی دی او په وینا یې که تعامل رامنځته نه شي نو د میلیونونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کېدلی شي.

په ورته وخت کې روسیه وایي د تاوتریخوالي او جګړو پر مټ افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راتللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د جګړو د دوام ملاتړي نه دي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې د جګړو او قومي کشمکشونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ټولې سیمې ثبات له خطر سره مخ کوي.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي روسیه په پنجشیر کې د مقاومت له جبهې سره د وسلو مرسته کوي.

د زخارووا په خبره دا خبرونه جعلي دي او روسیې هېڅ وخت په افغانستان کې ښکېلو لورو ته وسلې نه دي ورکړې او نه به په داسې یوه اقدام لاس پورې کړي.

نوموړې ویلي په افغانستان کې د دایمي ثبات له راتګ سره مرستو ته تیار دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي