اپریل 14, 2021

د جرمني نوې پرېکړه؛ افغانستان کې پاتې يوو، ناټو او امریکا دې هم په بېړه نه وځي

Advertisements

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د جرمني پارلمان د پنجشنبې په ورځ یو نوی پلان تصویب کړ.
د نوي پلان له مخې به د جرمني پوځ تر ٢٠٢٢ کال د جنوري د ٣١ پورې به د ناټو ماموریت د يوې برخې په توګه په افغانستان کې پاتي کېږي.

په افغانستان کې د جرمني پوځ د عملیاتو تصويب شوي بوديجه د ٢٠٢١ کال د مارچ په پای کې پای ته رسیده.

د امريکا د متحده ایالاتو نوې اداره لاهم له طالبانو سره د ٢٠٢٠کال پخوانۍ موافقه ارزوي.، نو روښانه نده چې امريکايې پوځونه به څومره موده د ناټو پوځونو سره په افغانستان کې پاتې کېږي.

په همدې حال کې متحده ایالاتو لوړ پوړي چارواکي وايي، چې غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې په بريا سره پای ته ورسوي او په افغانستان کې جګړه ودروي.
خو په قطر کې د دواړو خواؤ تر منځ خبرې اترې تر دې دمه بې ګټې وې.

له بله پلوه د امریکا ولسمشر جوبایډن تازه ویلي چې افغانستان کې اوږدې مودې لپاره نه پاتې کيږي، خو په وینا یې فکر نه کوي چې په خپل وخت به ووځي.

د جرمني حکومت په ناټو او امريکا غږ کړى چې په بيړنۍ توګه د پوځونو وتل د افغانستانه د سولې خبرو د ناکاميدو او د لاسته راوړنو د ضایع کيدو سبب هم جوړيدي شي.

د بلې خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، چې د بهرنيو پوځونو د پاتي کيدو مودې غځول د اشغال د غځيدو په مانا دی او دوی به په دې هکله خاموشه پاتي نه شي.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ