د مرکزي اسیا غړي هېوادونه او هند پر افغانستان خبرې کوي.
د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.
په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی.
هندي رسنیو ویلي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.
د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان غونډه به نن یکشنبه په اسلام اباد کې جوړېږي.
یاده غونډه نن یکشنبه جوړېږي او په هغه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.
د ترویکا د غونډو لړۍ د روسیې له لوري پیل شوې چې په هغه کې د افغانستان پر سولې او دایمي ثبات خبرې کېږي.
تر اوسه نه ده معلومه چې دغه غونډې ته به د نوي حکومت پلاوی هم وبلل شي کنه.