د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو او ټاکل شوې هلته د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن خبریالانو ته وویل چې په یاده ناسته کې به د افغانستان پر حالاتو تفصیلي خبرې وشي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ځانګړې ناسته کېږي او په دې ناسته کې به له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې کابل ته راشي او خپل دفترونه پرانیزي.
نوموړي وویل په ناسته کې به د اسلامي هېوادونو له استازو سره پر سیاسي، اقتصادي او بشري مرستو په اړه خبرې وشي.
ده همدارنګه زیاته کړه چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په هڅه کې دی چې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي او تمه یې وښوده چې یاده ناسته به د افغانستان لپاره ګټوره ثابته شي.