د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي، چې نړۍ به په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي له اسوشیټډ پرس سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې ټاکل شوې وه د کابل د سقوط په ورځ یا پر سبا یې دوی په سوله ییزه توګه طالبانو ته د واک د انتقال په موخه دوحې ته لاړ شي خو په وینا یې اشرف غني له هېواده په تېښتې سره هر څه ګډوډ کړل.
کرزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د ا.ا ځواکونه کابل ته نه دننه کېدل خو کله چې دوی وکتل چې وضعیت ګډوډېږي نو ده هم له طالبانو وغوښتل چې کابل ښار ته دننه شي څو د چور او چپاول مخنیوی وکړي.
هغه څرګنده کړې ده چې د اشرف غني تر فرار وروسته د ارګ د محافظت رییس ورته د ولسمشرۍ د خالي څوکۍ ډکولو خبره هم وکړه خو دا چې دا کار غیر قانوني او د هېواد په ګټه نه و نو دی ترې تېر شو.
نوموړي زیاته کړې ده چې د کابل د سقوط په ورځ هیڅ دولتي چارواکی په کابل کې نه وو او د دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر بسم الله محمدي ده ته هم له هېواده د وتلو خبره کړې وه.
کرزي پر نړۍ غږ کړی دی چې طالبان په رسمیت وپېژني خو په دې شرط چې هغوی د ښځو د حقونو په ګډون نورو ازادیو ته درناوی وکړي.
پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې له نړۍ سره د تعامل یوازینۍ لار ټولشموله نظام دی.