اپریل 23, 2021

د نوي کال جشن/ مېله په کومو هېوادونو کې او څه ډول نمانځل کېږي!؟

ژباړه

نوروز د لرغونو جشنونو څخه دى، چې د طبيعت د راويښېدو سره سم، نمانځل کېږي او د پسرلي راتګ رسما اعلانوي. دا جشن د مرکزي اسيا، سوېلي اسيا، بالکان او حتا د افريقا په ختيځ کې هم نمانمل کېږي.
د نوروز او نمانځلو مخينه يې د هخامنشيانو او مادونو له دورې مخکې وخته ته ګرځي، او کله چې اريايان دغه سيمې ته راغلل، نوي باورونه او عقيدې يې له ځانه سره راوړې وې، د وخت په تېرېدو دا انګېرنې د نورو اديانو د عقايدو سره لکه هغه نوروز چې د بوميانو په رواجونو او ايران د خلکو سره لري، يو ځاى او يوه نوې بڼه يې ونيوله.

تاريخي روايتونو ته په کتلو جمشيد پادشاه لومړنى کس وو، چې دا جشن يې په رسميت وپېژند او دا جشن د ځينو هېوادونو ملي ورځو څخه ګڼل کېږي او د پسرلني اعتدال په شېبه کې پيلېږي.

که څه هم له ايران او افغانستان پرته، نوروز د نوي کال په مانا نه دی، خو هغوى هم د پسرلي د راتلو او د طبيعت د راويښېدو لېواله دي. په اصل کې ويلو شو، چې دا لرغونى جشن، هغه سمبول دى، چې نه يوازې افغاني او ايراني قومونه، بلکه نور ملتونه يې هم د دغه رواجونو سره راتړلي دي.

نوروز د ځمکې د بيا راژوندي کېدو جشن دى، هغه فصل چې د ژمي د پاى او د ګرمۍ او د ګلانو د غوړېدو زيرى ورکوي.
موږ په دې ليکنه هغوى هېوادونو ته ځو، چې د نوروز جشن نمانځي. راسره اوسئ.

نوروز په افغانستان کې؛

د نوروز جشن/ ميله د افغانانو د لرغونو جشنونو څخه دى چې څو زره کلن تاريخ لري. دا موسم چې د پسرلي پيل دی، له يو نسل بل ته په مېراث رسېدلى او په هره تاريخي دوره کې د وخت او شرايطو له مخې په بېلابېلو بڼو نمانځل شوى. د افغانستان په بېلابېلو سيمو لکه کابل، مزار، هرات، بدخشان، باميان او کندهار کې په ځانګړي توګه دا ورځ نمانځل کېږي. کورنۍ دسترخوانونه د هفت مېوې سره رنګينوي، سمنک او خواږه خواړه پر دسترخوانونو ږي. ځينې شمعې بلوي او ټوله کورنۍ، خصوصا ماشومان نوي کالي اغوندي او دسترخوان ته راټولېږي او د کال د بدلېدو په تمه وي، د شکر ايستلو دعاګانې کوي، چې نوى کال د دوى لپاره د سولې او امنيت، هوساينې، ارامۍ او د خير او برکت کال اوسي.

نوروز په هره ځاى کې، په ځانګړو ځايونو لکه زيارتونو کې، د نوروز او بزګر د ورځې په نامه، د خوښۍ غونډې جوړوي. په دغه ځايونو کې د چرګ جنګۍ، سپي جنګۍ او د وزلوبې اسونه د زراعتي وسايلو سره، اس ځغلول، نيزې لوبه او نورو لوبو سره ترسره کېږي. له نورو رواجو څخه دا دي، چې خلک د شهداى صالحين، عاشقان و عارفان او نورو زيارتونو ته ځي او له خداى څخه خپلو خپلوانو د بښنې غوښتنه کوي. د سره ګل مراسم هم په افغانستان کې د نوروز له رواجونو څخه دي. دا ميله په مزار کې د سره وحشي ګلونو په غوړېدلو سره ترسره کېږي.

نو روز په ايران کې؛

په ايران کې نوروز دوه اونۍ رخصت وي. دا د کال له مهمو جشنونو څه دی چې د نوروز وړاندې سه شنبه/ او د سوري چهار شنبې سره پيلېږي. سوري چهارشنبه د ځانګړو مراسمو څخه لکه قاشق جنګي ده. د جشن پر ورځ د لمر پرېواته وروسته پيل او خلک اور روښانوي او له سر یې ټوپ اچوي او د ځان د سلامتۍ او د شر د دفع لپاره د ( سرخي تو از من، زردي من از تو) ترانه وايي.

د دې اونۍ نور جشنونه د غوږ درېدو فال، فال کتل او د کوزې ماتول دي. وروسته له هغې خلک د نوروز لپاره کورونه پاک او چمتو کېږي. د هفت سين مېوه په دسترخوانونو ږدي، چې دا هفت سين عبارت دي له: سابه( د بيا زېږېدو سمبول)، مڼه(ښکلا او سلامتي)، سنځله(د مينې سمبول)، سماق(د يو نوې ورځ پېلېدل) او هوږه هم د (روغتيا) بېلګه ده. سکه، هېنداره او قران، کب او د سنبل ګل هم په دغه دسترخوان ايښودل کېږي. د نويو کاليو په اغوستلو د دسترخوان شاوخوا راټول او ځانګړو دعاګانو په ويلو د نوي کال بدرګې ته ځي، وروسته د خپلو خپلوانو ليدو ته هم سر ورښکاره وي.

اذربايجان کې د نوروز جشن؛

نوروز په اذربايجان کې يوه ملي ميله ده چې د نڅاوو او موسېقۍ زره يو ځاى وي. له نوروز وړاندې ورځو کې د لرګيو د راټولولو لپاره ځي چې په نوروز کې اور بل کړي، دلته هم د نوروز څخه مخکې سه شنبېپه ورځ، نوروز پلېږي، هغوى اور لګوي ترڅو تېر ټول بد شيان وسوځوي او وکولاى شي د پاکۍ او طراوت سره د نوي کال بدرګې ته لاړ شي. دوى معمولا ځانګړي خواړه پخوي، دا خواړه معمولا د ورېژو يو لوى لوښى، د انګورو د پاڼو او وزې د غوښې دلمه او شيکر بورا(يو ډول خواږه چې له غوازنو او بادامو جوړېږي) دي. د سمنک پخول هم د دې هېواد له مهمو رواجونو څخه دي، د يوې سور رنګه دستمال په تړلو سره د پسرلي راتلل په رسميت پېژني. قبرونو او هديرو ته تلل د اذربايجانيانو بل نوروزى کار دى.

 

نوروز په منځنۍ اسيا کې؛

په تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرقيزستان او ترکمنستان کې نوروز يوه ورځ رخصت وي.
په تاجکستان کې له نوروز وړاندې تاجکان خپل کورونه پاکوي، ښايسته کالي اغوندي او نوروز د خپلو دوستانو سره نمانځي. ساعتېرۍ يې، نڅاوې، سندرې، غېږنيونه او وزلوبې دي. دوى هم د ايرانيانو په څېر له نوروز مخکې غنم کري او هفت مېوه چمتو کوي. نور رواجونه يې سمنک پخول او ګل ګرځول دي.

په قزاقستان کې هم له نوروزو وړاندې کور پاکول دي، کله چې کور پاک شي دوې دانې شمعې پر دروازه روښانوي او د دې کړنې سره بدشګون شړي او خير او برکت يې ځايناستى کوي. نور مراسم د نوروز مبارکي ويل، د نويو او سپينو کاليو اغوستل، د اصيلو لوبو ترسره کول، د معما حلول او دNauryz kokhe  په نامه د ځانګړي آش پخول دي. دا آش له اووه ډوله موادو جوړ، چې د اووه فضيلتونو نښه ده او له پخولو وروسته د مېلمنو او ګاونډيانو ترمنځ ويشل کېږي.

په قرقيزستان کې هم د نوروز له لومړيو ساعتونو خلک بهر او د ښارونو په ميدانونو کې راټولېږي او د نوروز مبارکي وايي. به دغو ميدانونو کې سيمه‌ييز بازارونه جوړېږي او خلک يې ليدلو ته ورځي، لوبې يې لکه د اس ځغلول او اولاک تارتيش دي. قرغيزيان په دې ورځ ځانګړي خواړه چې د “فقيرې ښځې” په نامه دي، پخوي.

په ازبکستان کې هم نوروز نمانځل کېږي، په لارو او کوڅو کې نندارې، او د نڅا او سندرو فستيوالونه د ازبکستان له نوروز نه بېلېدونکي غړي دي. د نيالګيو کېنول، د سمنک پخول او د غنمو کرل د ازبکستان د خلکو له ستني دودونو څخه دي.

نوروز په پاکستان کې؛

نوروز په پاکستان کې له مهمو ورځو څخه دى. دوى په نوروز ټينګه عقيده لري او رواجونه په دقت ترسره کوي. کور پاکول، د مېلمنو ښه راغلاست، د نويو او رنګه جامو اغوستل، د لرغونو لوبو لکه اس ځغلول او غېږ نیونه، د چرګې رنګه هګۍ جوړول، د خوږو خوړو لکه، حلوا، کلچې، ګلاب جامن او د اميرالمومنين په نامه دسترخوان غوړول چې په کې اووه ډوله وچې مېوې، سابه، خواږه او نوروزي کلچې د پلو او چرګ سره ايښودل شوي، او د مېلمنو د بدرګې لپاره دي، د پاکستانيانو له رواجونو څخه دي.

نوروز د عراق په کردستان کې؛

د کردانو لپاره نوروز د کاوه اهنګر له داستان پورې اړه لري. دوى عقيده لري چې نوروز پر ظالم ضحاک د بريا له ورځې راپيل شوی او بريالي شوي کليوال له اور څخه الوت سره دا بريا جشن نيسي. د ځينو شيانو کرل مخصوصا سنځلې، د نويو او رنګه جامو اغوستل، او د طبيعت په لمن کې نڅا د دوى له رواجونو څخه دي. دوى هڅه کوي د طبيعت سره اړيکه ټينګه او ژوره کړي. کور پاکول او د هفت مېوې چمتو کول د دوى ترمنځ نه ليدل کېږي. ډېر لږ شمېر یې کورونه پاکوي.

د دې هېوادونو ترڅنګ يو شمېر نور هېوادونو لکه: ترکيه، د چين سين کيانګ، تانزانيا او نورو هېوادونو کې د ځينو سيمه‌ييزو دودونو په ترسره کولو سره نوروز نمانځل کېږي.

 

وروستي مطالب