د ا.ا مشر هبت الله د هیواد ټولو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اړونده چارواکو ته امر کړی چې د ښځو د حقونو د ځای پر ځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
په فرمان کې ویل شوي چې د مېړه له وفات وروسته کونډه ښځه د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د خپل اختیار څښتنه ده او د شرعي اصولو سره سم د بل خاوند د کولو یا نه کولو په اړه پرېکړه کولای شي.
په فرمان کې له هغو نارینه وو څخه چې څو ودونه لري غوښتنه شوې چې د ټولو تر منځ عدالت مراعات کړي.
په فرمان کې حج اوقافو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سترې محکمې ته امر شوی چې د ښځو د حقونو د تامین او پر دوی باندې د ظلمونو د مخینوي لپاره د شریعت د اصولو سره سم کوټلي ګامونه واخلي.
بل لورته د ټولنیزو رسنیو ګڼ افغان کارونکي وایي، چې لومړی دې د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او وروسته دې بیا نور حقونه ورکړل شي.
د یادونې ده چې د نظام له بدلېدو وروسته په ډېری ولایتونو کې د نجونو پر مخ د ښونځیو دروازې تړل شوي او دولتي پوهنتونونه هم تر اوسه پرانیستل شوې نه دي.
خو طالب چارواکي وایي، چې دوی هڅه کوي تر څو پوهنتونونه او په ټولو ولایتونو کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ ستونزه حل کړي.