ګارډین: د ژمي په راتګ سره به ډېری افغانان له سخت ناورین سره مخ شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ګارډین ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان اوسني وضیعت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ژمي په را رسېدو به یاد هېواد له یو ستر بشري ناورین سره مخ شي.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه د امریکا او نورو نړیوالو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

ورځپاڼه لیکي چې میلیونونه وګړي په افغانستان کې له سخت ژمي او لوږې سره مخ دي خو نړیوال په دې اړه بې تفاوته دي او تر څنګ یې امریکا د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو ته ادامه ورکړې ده.

سرچینه کاږي ددې جدې اړتیا ده چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه په ډېر چټکه توګه د افغانستان معضله حل کړي او څومره ژر چې کېدای شي دغه هېواد ته د بشري مرستو په رسولو لاس پورې کړي.

یاده ورځپاڼه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې یو شمېر خلکو د غربت له کبله خپل بچي و پلورل.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا ترینګلی دی.

د سرچینې په خبره دمګړی شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مړینې له خطر سره مخ دي.

سرچینه کاږي چې ۱۴ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي، شاوخوا درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي نو له همدې امله که نړیواله ټولنه پر وخت اقدام و نه کړي شاوخوا یو میلیون ماشومان له مرګ سره مخ کېدلی شي.

یونسیف دغه راز ټینګار کړی چې په ټوله کې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره وضعیت او د ژوند چاپېریال مناسب نه دی نو له همدې امله د نړیوالې ټولنې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره لاس په کار شي او دوی له شته خطرونو او ګواښونو وژغوري.

بلخوا د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نړیوالې رسنۍ د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه ناسم تبلیغات کوي.

هغه زیاته کړې ده چې د افغان ماشومانو وضعیت هومره هم بد نه دی لکه نړیوال بنسټونه او رسنۍ چې یې په اړه اندېښنه څرګندوي.

مجاهد ویلي چې که ستونزې ډېرېږي نو مسوولیت یې هم د نړیوالې ټولنې پر غاړه دی ځکه د ده په وینا دوی د مشروعیت لپاره ټاکل شوي ټول معیارونه پوره کړي دي خو نړیوالې ټولنې لا هم خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي