په ګنګا سیند کې زر جسدونه موندل شوي

 

د هند د شمالي څنډې په یوه کلي په ګنګا سیند کې سلګونه مړي موندل شوي او د هندي پولیسو څېړنې پرې روانې دي.

د خواله رسنیو کاروونکو د انځورونو تر خپراوي وروسته ویلي چې دا ټول د کووېډ ۱۹ قربانیان وو. دوی وایي خپلوانو یې دا جسدونه د دوی په وینا د( سپېڅلې ګنګا) تر څنګ خښ کړل.

د هندي پولیسو مسوولین د ګرځندو لوډسپیکرونو په کارولو سره کلي پر کلي ګرځېدل، اعلان یې کاوه چې مړي مو سیند ته مه اچوئ، موږ یې په خښولو کې مرسته درسره کوو.

د اتراپردیش ایالت د پریاګراج سیمه کې د هندي پولیسو چارواکو هغه وخت د سیند په تل کې تر رېګ لاندې دا جسدونه وموندل چې د ډېرو اورښتونو له امله د جسدونو پر سر لوېدلي ریګونه اوبو وړي او نارنجي رنګه رختونو کې نغاړل شوي مړي رابرسېره شوي وو.

د اتراپردېش ایالت د پولیسو ویاند ( ناونېټ سیګل) د غویي میاشتې پر ۲۶مه د یکشنبې پر ورځ هغه راپور رد کړ چې ګواکې زر موندل شوي جسدونه د کووېډ ۱۹ د ناروغانو مړي دي.

سیګل خورا پرېکنده ویلي چې دا ټول کرونایي ناروغان نه وو، دا هغه مړي دي چې په ځینو مذهبي ورځو کې، خپلوانو یې د سوځولو پر ځای سیده سیند ته اچولي.

خو د( بانډو مهال سمېټي) بشري ډلې غړي ( رمېش کمار سېنګ ) چې د کووېډ ۱۹ د مړیو په سوځولو کې له کلیوالي وګړو سره مرسته کوي, وایي چې دا ټول د کووېډ ۱۹ مړي دي او ډېری بېوزله کسان چې د خپلو مړیو د سوځولو لګښت نشي برابرولی، دې مقدس سیند ته یې اچوي.

په اتراپردېش کې د ډېرو مرګونو له امله< د مړیو د سوځولو لپاره د سوند توکو او نورو موادو د اړتیا د ډېروالي له امله< د سوځولو په لګښت کې درې چنده زیاتوالی راغلی. پخوا دلته هر مړی په ۵۰۰۰ هندي روپیو سوځول کېده.

هندي پولیسو د اتراپردېش تر څنګ بیهار کې هم تېره اونۍ د ګنګا سیند پر غاړه ۷۱ مړي موندلي وو.

اتراپردېش او بیهار ډېر نفوس لرونکې سیمې دي او د اوسېدونکو شمېر یې ۳۵۸ میلیونه کسانو ته رسېږي.

هندي چارواکو د یکشنبې پر ورځ د مې پر ۱۶مه ویلي چې ۳۱۱ نوې پېښې ثبت او په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۷۷ کسان یې وژلي دي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرنې له مخې<  د یکشنبې تر ورځې د کووېډ ۱۹ پېښو شمېر په ټولیز ډول ۲۴ میلیونه او ۶۸۴زره کسانو او د مړیو شمېر یې ۲۷۰۳۰۰ ته رسېږي.

خو کارپوهان وایي چې رښتینی شمېر تر دې هم ښایي ډېر وي.

 

وروستي مطالب