هند: پاکستان اجازه نه راکوي چې افغانستان ته غنم ورسوو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

هند وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې مرسته شوي غنم یې افغانستان ته ورسول شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې له پاکستان غوښتنه کړې، څو د ځمکې له لارې زرګونه متریک ټنه مرسته شوو غنمو ته د انتقال اجازه ورکړل شي.

د سرچینې په خبره هند غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره متریک ټنه غنمو مرسته وکړي، خو لا هم پاکستان له خپلې خاورې د یادو مرستو تېرېدو ته اجازه نه ده ورکړې.

هند وايي تمه لري چې پاکستانی لوری ډېر ژر په دې اړه مثبت ځواب ورکړي او اجازه ورکړي چې پر وخت له اړمنو سره بشري مرستې ترسره کړل شي.

د یو بل خبر له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په تازه څرګندونو کې هند تورن کړی چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي نو ځکه دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

دغه پاکستاني چارواکي بیا کړی چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بله لار نشته دی.

معید یوسف وايي دوی اړ دي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې نړیوال دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تماسونه ونیسي او له دې ډلې سره دې مرستې وکړي.

د هغه په وینا، ټوله نړۍ باید د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وکړي او ورسره په تماس کې شي.

د نوموړي په خبره، چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره تعامل وشي او د مرستو ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان یو شمېر لوړپوړو چارواکو تر دې وړاندې هم له نړیوالو غوښتي وو، چې له طالبانو سره دې نږدې اړیکي ونیسي.

یاده غونډه د راتلونکې اوونۍ په چهارشنبه ورځ پيلېږي، چې پاکستان سربېره د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي