ژباړه
يو سپين ږيرى، چې يو سپين اس يې درلود، او د ژوند چارې به يې د همدې اس په وسيله مخ ته وړلې، يو ورځ په ځنګل کې نادرکه شو.
د کلي خلک د سپين ږيري کور نه د تسلۍ لپاره راغلل او ورته يې خپل تسليت ووايه.
خو سپين ږيري په يو جمله کې له دوى نه منننه وکړه او ويې ويل:
په هر کار کې يو خير وي.
له څو ورځو تېريدو وروسته، سپين ږيري اس له لسو نورو ځنګلي اسونو سره راغى.
خلک بيا راټول شول او نوموړي کس ته يې مبارکي وويله، خو سپين ږيري بيا هم وويل، چې په هر کار کې يو خير وي.
دوه ورځې پس په کلي کې خبر خپور شو، چې د ځنګلي اس په وسيله د سپين ږيري د زوى پښه ماته شوې او ګوډ شوى دى.
يو ځل بيا خلک په ډېره بېړه د سپين ږيري کور ته راغلل او په څېرو يې له ورايه د خفګان نښې ښکارېدې. خو سپين ږيري خپله خبره نه وه بدله کړې بيا يې همدا جمله وويله، او له دوى څخه يې منننه وکړه.
ورځې او شپې تېرېدې چې د عسکرۍ د جبري کېدلو خبره جدي شوه. نظاميان راغلل کور په کور ګرځېدل او هلکان يې د عسکرۍ لپاره ټولول.
خو د بوډا زوى يې په دې خاطر پرېښود چې په پښه ګوډ وو.
نوټ: هغه پېښې چې زموږ په ژوند کې پېښېږي، په ظاهره زموږ لپاره تراژيدي وي، خو په حقيقت کې د الله له لورې هغه خوښي وي چې په غم کې نغښتې وي؛ نو بسنه کوي، چې موږ په خپل رب باور ولرو او د ژوند په پېښو ناراضه نشو.