مارچ 3, 2021

د عورت پټول؛ خدای ج وايي، سترګې مو تر کنټرول لاندې وساتئ

د عورت پټولو له ډولونو یې پيلوو:
اول؛ د نارینه عورت له نارینه سره:
تر نامه ښکته او له زنګنونو، پورته (لکه په پنجاب او هندوستان کې چې مروج او لنګ لباس دی)
دویم؛ د یوې زنانه د بلې زنانه سره:
دا هم لکه څومره چې د یو نارینه له بل نارینه سره دی ؛ ملا، پنډۍ او ویښتان یې هم لیدلای شي.
دریم؛ زنانه (ښځې) د نارینه په مقابل کې:
دلته درې، قسمه نارینه دي؛
① د ښځې خاوند (میړه) یا د وینځې بادار؛ دواړه یو د بل هر ځای ته کتلی شي.
② دایمي محرمین؛ لکه، پلار، ورور، کاکا، ماما، خوریی او وراره. دوی سره داسې دي لکه څرنګه چې د یوې ښځې له بلې ښځې سره وي، یانې له نامه ښکته او له زنګنونو پورته، ملا، پنډۍ وېښتان کتلای شي.
③ دریم قسم هغه نارینه دي چې هغه دایمي محرمین نه دي، موقتي محرمین دي، لکه، اوښی/ باجه. د دوی حکم هم لکه د پردیو نارینو په څېر دی، فقط نکاح یې ورسره تر موقت وخته پورې نه کېږي.
یادونه: د اوښي حکم داسې دی لکه د پردي سړي، نه ورسره سفر کولای شي او نه ورسره یوازې په کور کې اوسېدلای شي، ځکه فتنه ترې جوړېږي.
څلورم قسم؛ نارینه د زنانه په مقابل کې:
د دوی هم داسې دی لکه نارینه چې د نارینه په مقابل کې دی، یانې د نامه نه ښکته او د زنګنونو څخه پورته ورته عورت دی.
د مخ او لاسونو په هکله ټول په یو اتفاق دي، چې دا په عورت کې فرض یا داخل نه دي؛ خو دا چې جمال دی په دې کې اختلاف شته دی.
په دې اړه دوه مذهبه دي؛
۱: امام ابو حنیفه او مالک. دوی وایي، چې د زنانه مخ او لاسونه عورت کې داخل نه دي، خو اکثریت علماء وایي، چې د فتنې زمانه ده باید کوښښ د فتنې مخنیو ی وشي . دوی دلیل د  ([سُوۡرَةُ النُّور : 31ایت  الا ماظهرا ] ① نیسي.
بل استدلال د احنافو دا دی چې: ((که مخ او لاسونه په عورت کې فرض یا داخل وی، نو بیا به په حج کې هم لاس او مخ پټېدلای.
۲: د امام شافعي او احمد بن حنبل مذهب؛ دوی وايي ښځه ټوله عورت ده، حتا تر نوکانو پورې،( البته د جمال/ ښایست له نظره) دوی بیا ځان لپاره جلا جلا استدلال لري.
سوال: ایا ښځې نارینه ته کتلای شي؟
*ځینې علماء وایي، چې نه به ګوري. لکه، ښځه چې ټول د نارینه په مقابل کې عورت ده، دغسې نارینه هم د ښځې په مقابل کې ټول عورت دی.

  • جمهور علماء؛ پرد ي نارینه د پردۍ ښځې لپاره ټول عورت نه دی، او نارینه د ښځو لپاره په حکم کې نه راځي.

ومن الله توفیق
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
①وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءَابَآئِهِنَّ أَوْ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ أَخَوٰتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُنَّ أَوِ التّٰبِعِينَ غَيْرِ أُولِى الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلٰى عَوْرٰتِ النِّسَآءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوٓا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
او [اې پېغمبره (ص)!] مومنو ښځو ته ووايه: چي خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. خپل ښایست او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چي په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دې د خپلو پوړنو/ تیکریو پلوونه واچوي. هغوى دې خپل سينګار نه ښكاره كوي، پرته د دغه کسانو په وړاندي:
خاوند، پلار، د خاوند پلار( خسر)، خپل زامن، د خاوند زامن(بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، خپل مملوك، هغه لاس لاندي نارينه چي ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چي لا تر اوسه پوري د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوى نه وي،  یانې په دغو ماشومانو کې جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوي. او هغوى دي پر ځمکه باندي په زوره پښو وهلو سره په داسي شان تګ نه كوي چي د هغوی پټ کړی سينګار خلكو ته څرګند نشي.
اې مؤمنانو!  تاسي ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ممکن چي برى در په برخه شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي