داسې راپورونه چې په راتلونکې اسماني کاڼي د ځمکې سره ټکر کولای شي، ناممکنه نه دي. خو په اصل کې څو ځلي اسماني ډبرې د ځمکې سره لګېدلي دي؟
ښايي فکر وکړئ چې د ځمکې سره د اسماني ډبرو لګېدل حقيقت ونه لري، مګر په حقيقت کې هره ورځ اسماني ډبرې د ځمکې سره لګېږي، یوازې اندازه يی دومره لويه نه وي چې موږ ورته متوجې شو.
هره ورځ، د سل ټُنه په اندازه د اسماني ډبرو ټوټې چې د ريګ يا له هغو څخه لويې وي د ځمکې اتموسفیر ته داخلېږي او اتموسفیر کې سوځي. په کال کې يو ځل د موټر په اندازه یوه سياره د ځمکې له اتموسفیر سره لګېږي او همدارنګه په مکمله توګه سوځي او د اور یوه ليدونکې اسماني ګلوله جوړوي .
يوه اسماني ډبره چې قطر یې د ۵۰ تر ۷۵ مترو وي، کولای شي په سیمهییزه سطحه زیانونه پېښ کړي. مثلا په ۱۹۰۸م کې، په دغه اندازه ډبره د سايبريا پر سر انفجار وکړ او ۲۰۰۰ کېلو مټر مربع ځنګل يي له منځه يووړ . داسې اټکل کېږي چې دا ډول ډبرې په هرو ۱۰۰۰ – ۳۰۰۰ کالونو کې يو ځل د ځمکې سره لګېږي.
د ۳۰۰ مټره په اندازه د اسماني ډبرې لګېدل، څو کېلومتره سوری او کنده جوړوي او ممکن په مليونونو وګړي مړه شي . داسې ویل کېږي، چې هر ۷۰ کاله وروسته دا ډول ټکر رامنځته کېږي. خو د يو کېلومټر په اندازه ډبره د ټولې نړۍ د زیانمنېدو سبب کېږي، دا ډول سترې ډبرې په منځني ډول هر 600.000 کاله وروسته يو ځل د ځمکې سره ټکر کوي .
د مکسیکو په “چيکسالب” ( Chicxulub ) کې ټکر د همدا ډول ټکرونو مشهوره او لويه پېښه ده. دا لګېدنه سبب شوه چي دايناسورونه 66 مليونه کاله وړاندې له منځه لاړ شي. مګر د چيکسالب سياره د تاريخ ستره سیاره نه وه چې د ځمکې سره لګيدلې. څيړونکې پر دې باور دي چې دا سوری/ کنده (وردفورت ( Vredefort Crater په جنوبي افريقا کې د ۳۰۰ کیلو مټره قطر سره، د داسې اسماني ډبرې په واسطه رامنځته شوې، چې تقریبا د مکسیکو د ډبرې دوه برابره وه. د وردفورت کنده ډيره پخوانۍ ده، دوه مليارده کاله وړاندې …