د جاپان په توکیو ښار کې د پرون سې شنبه ‹‹د اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه›› د پاراُلمپیک سیالۍ پیل شوې، چې دې سیالیو ته له افغانستان دوو لوبغاړو نارینه او ښځینه ورته لاره پیداکړې وه، خو د هیواد د روان وضعیت له امله دوی پکې ګډون ونشو کړای.
The #Paralympics is alive with colour 💙💚💛🧡💜❤#Tokyo2020 #OpeningCeremony pic.twitter.com/cODqyxWNsd
— Paralympic Games (@Paralympics) August 24, 2021
ټاکل شوې وه، ذکیه خداداي په تکواندو او حسین رسولي بیا په اسکیت ورزشي رشته کې د افغانستان په استازیتوب د پاراُلمپیک سیالیو په لړ کې له خپلو سیالانو سره راڅرګند شوي وای، چې سفر یې د تېرې اونۍ په سې شنبه پلان شوی و، خو روان وضعیت او د کابل په هوایي ډګر کې ګډوډ حالت د دوی د سفر کولو خنډ شول.
دا خبر لومړی د پاراُلمپیک سیالیو یو تن مسئول کریګ اسپنس او له هغه وروسته بیا د افغانستان د پاراُلمپیک سیالیو فدراسیون تائید کړ او ویلې یې دي، چې د پروازونو بندېدل، د ۲۰۲۰م کال په پاراُلمپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون لغوه کړ.
بل پلوه ذکیې خداداي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلې وه، چې په دې سیالیو کې د ګډون په موخه باید ورسره مرسته وشي، خو ورسره مرسته ونشوه.
هغې زیاته کړې وه:
‹‹زه ستاسو څخه غوښتنه کوم، چې زه یوه افغانه ښځه یم او د افغانستان په استازیتوب غواړم د ۲۰۲۰م کال په پاراُلمپیک سیالیو کې ولوبېږم. هیله لرم راسره مرسته وکړئ، ترڅو په دې سیالیو کې ګډون وکړم.››
د پاراُلمپیک سیالۍ او دا پړاو یې
د جاپان په توکیو ښار کې د پرون سې شنبه ‹‹د اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه›› د پاراُلمپیک سیالۍ پیل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۵مي نېټې پورې به دوام وکړې.
دا سیالۍ چې یوازې د معلولو لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي، د افغان لوبغاړ په ګډون پکې ۵۴۰ لوبغاړو په ۲۲ بېلابیلو ورزشي رشتو کې ورته لاره پیداکړې.
Team USA take victory over the Wheel Blacks in the opening #WheelchairRugby clash of The Games!
It ends 63-35 at the Yoyogi National Stadium#Tokyo2020 #Paralympics pic.twitter.com/SPe6jCMzWb
— Paralympic Games (@Paralympics) August 25, 2021