د #SanctionPakistan تر عنوان لاندې؛ د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د پاکستان ضد پراخ کمپاین پیل کړی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د پاکستان پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی دی.

دوی د (پاکستان تحریم کړئ) هشټګ په کارولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې پاکستان په افغان چارو کې له منفي لاسوهنو راوګرځوي.

تر اوسه پورې دا هشټګ یوازې پر فیسبوک ۱۰۰ زره ځله کارول شوی دی.

په افغانستان کې د ننه او د کرښې پورې غاړې ته مېشتو افغانانو د افغانستان د اوسني بحران لامل پاکستان بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دې هېواد نه یوازې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړې دي بلکې په دې وروستیو کې له دغه هېواد څخه په زرګونو ترهګر د جهاد په نوم افغان جګړې ته را استول کېږي.

د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر هم پر خپل ټویټر لیکلي، چې پاکستان د اسیا زړه زخمي کړی.

لیکوال او پخواني ژورنالیست داود جنبش پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې” طالبه که ټول افغانستان ونېسې څوک دې نه مني، پر تندي به دې ISI له ورایه ځلېږي.”

په ورته وخت کې ځینو افغانانو په لندن کې د پاکستان ضد کمپاین پیل کړی او پاکستانیانو ته یې ویلي، چې تاسو ترورستان یئ، بې ګناه افغانان وژنئ او مسلمانان هم نه یئ.

د یادونې ده، چې د (Sanctions) اصطلاح د بندیز/ بندیزونه مانا ورکوي، خو ډیری وخت چې په نړیواله کچه د دولتونو تر منځ په اړیکو کې دا بحث را پورته کېږي؛ نو بیا څو یا د نړۍ ډیره برخه هېوادونه او نړیوالې ټولنې د یو سر زوري هېواد په مقابل کې په اقتصادي بندیزونو ډیر تاکید او فوکس کوي.

دا کمپاین داسې مهال پیل شو، چې په دې وروستیو کې د افغان چارواکو په وینا پاکستان ۶۰۰ پاکستاني پوځیان او نور افغان طالبان یې د جګړې لپاره له پولې را اړولي دي.

طالبانو هم په دې وروستیو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی او په دغه جګړو کې دواړو لورو او عامو خلکو ته ډېر تلفات رسېدلي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي