په نړۍ کې نيمه برخه د ښځو ده! مګر هغه ښځه چې، د نيمې نړۍ مسووليت په غاړه لري بايد خپلواکه، باسواده او غښتلي اوسي. نو د ښځو لپاره زدهکړه اړينه ده؛ ځکه ښځه په یو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي.
د پاچا خان په قول ( د ښځو انرژي د څلورو دېوالونو ترمنځ وسوځېده). موږ خپل نيم قوت پخپله له ځانه اخيستی او په ښځو دا ناقص قول عملي کوي چې” ښځه يا د کور ده يا د ګور”.
د بریالۍ ټولنې راز په تعلیم کې دی. خو دا چې نیمه برخه دې په زور په کور کې کینولې وي او د تعلیم دروازې دې پرې بندې کړې وي؛ټولنه به د بریا او هوسا ژونده ډیره لرې پاتې وي چې زموږ ټولنه یې ژوندۍ بېلګه ده.
موږ د داسې ډېرو کورنیو شاهدان يو چې خپله نږور وروسته له واده نه پرېږدي چې زدهکړې وکړي. هغه نجونې چې کورنيو ورته په سختو شرايطو کې زمينه برابره کړې وي تعليم يې ورباندې کړی وي، ټول مصارف يې په غاړه اخيستي وي، په پاې کې داسې کورنۍ کې واده شي؛ چې د پاتې زدهکړو اجازه نه ور کول کېږي او د نجونو ټولې هيلې په اوبو لاهو کړي.
ما د پوهنتون په ډېرو ټولګيو کې وليدلې چې اول، دويم او درېيم صنف کې نجونې پاتې شوي دي. له دې معلومېږي چې نجونې په خپلو درسونو کې ډېر زيار باسي، ډېره علاقمندي ښيي. دا ډول نجونې چې په ستونزمنو شرايطو کې درس ووايي او بيا د پوهنتون د درېيم او څلورم کال نه وروسته د مخکې تګ اجازه نه ورکول کېږي، لوی ظلم دی.
بصيره چې د خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د درېيم کال محصله ده وايي: په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې مې درس وويلې، پلار مې په ډېرو ستونزو زما د پوهنتون مصارف ورکول خو دوه مياشتې کېږي چې واده شوې يم، خواښې مې اجازه نه راکوي چې پوهنتون ته لاړه شم زما ټولې هيلې يې په اوبو لاهو کړې.
ښځه د ټولني نيمه برخه ده او دا هم منلې خبره ده، چي ښځه د انساني ټولني بنسټ دی!
دا په دې چي ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو (نسلونو) روزونکې او پالونکې ده. دا هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکې وده کوي او جوړښت مومي.
نو کومه ټولنه چې خپل کوچنيان د نالوستو ښځو په غېږ کي پرېږدي، ناممکنه ده چي له خپلو غړو دې د سم او ګتور خدمت طمعه ولري.
که غواړۍ چې يوه ښه ټولنه ولرئ راتلونکی مو روښانه وي په خپلو خويندو او لوڼو تعليم وکړئ.