د ناټو سازمان ویاندې اوانا لانگسکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او ددغه هېواد د پوځ ملاتړ ته به ادامه روکړي.
د نوموړې په خبره ناټو افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوامداره وي.
اوانا زیاته کړې، چې د روان کال له پیله تر دې دمه ناټو د اویا میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او روغتیایي توکي افغان پوځ ته لېږلي دي.
ناټو تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي او ترهګرۍ ضد جګړه کې ددوی تر څنګ ولاړ دي.
بلخوا د امریکا ددفاع وزارت ویلي چې دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ خپلو هوایي بریدونو ته ادامه ورکوي او د طالبانو د پرمختګ مخنیوی کوي.
د پنټاګون ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې امریکایي هوایي ځواکونه لا هم په افغانستان کې د هوایي بریدونو وړتیا لري او په خبره یې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونو کې د افغان هوايي پوځ همکاري کوي.
سرچینې زیاته کړې چې امریکایي هوایي ځواکونه د اړتیا او امکان په صورت کې خپلو هوایي بریدونو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو د پرمختګ مخنیوی وکړي.
د پنټاګون ویاند دا هم ویلي چې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او دوی به په روانه جګړه کې یوازې پرې نه ږدي. ا
مریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د معلوماتو له مخې امریکايي هوايي ځواکونه هره ورځ په افغانستان کې له یوه تر پنځو هوايي بریدونه کوي.