امریکا افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو او استخباراتي عملیاتو پر طرحه کار پیل کړی

سپینه تجريدي ډیزاین

امریکا په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو او استخباراتي عملیاتو پر څرنګوالي او طرحو بحثونه پيل کړي دي.

امریکايي رسنۍ وایي د بایډن اداره، په تېره بیا امنیتي ادارې پر دې کار کوي چې څنګه کولی شي، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په افغانستان کې احتمالي ګواښونه له منځه یوسي او له دغه هېواد نړیوالو ته پېښېدونکي ګواښونه ختم کړي.

د بایډن حکومت ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي په پرمختللې توګه د بې پيلوټه الوتکو پر مټ په افغانستان کې وضعیت وڅارل شي او هغه ډلې او کسان به په نښه کېږي چې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او یا هڅه کوي نړیوالو ته خطرونه جوړ کړي.

د امریکا د استازو مجلس غړو هم رسنیو ته ویلي چې ښایي امریکا د ځان او ملګرو د امنیت لپاره په افغانستان کې اغېزناکې طرحې وړاندې کړي.

استازي وایي تر ټولو ښه لار دا ده چې له یوه بل هېواد په افغانستان کې وضعیت و څارل شي.

امریکایي رسنۍ داسې مهال دغه راپورونه ورکوي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي خو په هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې اوج ته رسېدلې دي.

بلخوا طالبانو یو ځل بیا ویلي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

د طالبانو یوه ویاند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري.

هغه د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.

هغه د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي.

خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي