ملګري ملتونه: د ژمنه شوو مرستو یوازې ۱۲ سلنه مو تر لاسه کړې دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره د ژمنه شوو مرستو ۱۲ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره شاوخوا ۴ نیم میلیارده ډالر غوښتي وو او نړۍ هم ورسره ددې مرستو ژمنه کړې وه، خو تر دې دمه یې یوازې ۱۲ سلنه تر لاسه کړي دي.

سرچینه همدا رازوایي چې دوی هڅه کوي په شفافه توګه د بشردوستانه مرستو د وېش لړۍ ادامه ولري له همدې امله یې د څارنې ځانګړې ډلې هم رامنځ ته کړې، څو ددې مرستو پر وېش نظارت او څارنه وکړي.

ملګري ملتونه وایي نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او د بشري ناورین د پراختیا مخه ډب کړي.

په ورته وخت کې امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي.

د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

دغه چارواکي د نامه نه ښوودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې اړه غونډه لرله او په هغه کې پرېکړه شوې چې افغانستان کې به اقتصادي فعالیتونه له هر ډول محدودیتونو خوندي وي.

دغه چارواکي همدا راز د بهرنیو چارو او ماليې وزارت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي، چې دا اقدام به په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ډېر کړي، سوداګري به نورمال وضعیت ته راوګرځي او د اقتصادي سقوط وېره به ختمه شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي