ملګري مسخرې راباندې کوي؛ څنګه یې حل پیدا کړو !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ملګري مسخرې راباندې کوي!
له مسخرو، خبرو او له ملګرو وېره، پر دې اړوند اندېښنه پر دې مانا ده چې ستاسې په بدن او شخصیت کې ګڼې ستونزې شته چې ستاسې د ناارامی، سټرس اندېښنې لامل ګرځي.

دلته په ټولیز ډول د پر ځان باور مسئله مطرح ده چې ښایي له خندا نه ځورېدو سره سره ګڼې نورې ستونزې هم رامینځته کړي.

هغه کسان چې یاده ستونزه لري ښایي یوه لویه ستونزه یې د پر ځان باور ټیټوالی وي او ونه شي کولای د مسخرو پر وړاندې ورته غبرګون وښایي.

په یاد حالت کې اړوند شخص ته وړانډیز کیږي هېڅ یوه خبره په زړه کې ونه ساتي هر یو نظر او څه یې چې فکر ته راځي حتماً یې له یو چا سره شریک کړي، هغوی کولای شي یو دوست یا یو خواخوږی پیدا کړي، تر څو کله ناکله د زړه خواله ورسره وکړي، د زړه بړاس ورته وباسئ او زړه ورته تش کړي. دا چاره له تاسو سره په هوساینه او آرامتیا کې مرسته کوي.

ددې ستونزې پر مهال ښځې او نارینه خپلو کې ډېر  توپیر سره لري. یاني هغه نجوڼې چې ډېرځله خپل احساسات او عواطف څرګندوي تل له دردونو خالي او هوسا ښکاري. خو په افغان نارینه وو کې بیا هغه چلند او رفتار چې باید څرګند شوی وای ډېرځله  بدمرغیو او ناهوساینو لامل ګرځي.

نارینه په ورځني ژوند کې پر خپل سر یو قیف ږدي، هر درد او غم چې راځي په هغه کې یې اچوي او دننه یې ساتي او دا یې نا ارامیو ته لار هواروي، خو پر ښځو چې هره ستونزه راځي، په څرګنده یې له نورو سره شریکوي، چې دا بیا د انسان له اروایي روغتیا سره ډېره مرسته کوي. له همدې امله ډېری مغزي او قلبي سکتې او ناڅاپي مرګونه نارینه وو ته پېښيږي، خو په ښځو کې بیا د داسې مرګونو کچه خورا ټیټه وي ځکه نارینه ډېری کیسې پټې ساتي.

ښه داده چې خپل دردونه له ځان سره ونه ساتئ، کله چې پر تاسو نیوکه وشوه او یا ملنډې درباندې ووهل شوې یا ناسم فکر درته پیدا شو، هر څومره ژر چې کولای شئ له بل چا سره یې شریک کړئ.

بل دا چې یاده ستونزه له هماغه کس سره شریکه کړئ، ورته ووایاست، کومې ملنډې دې چې پر ما ووهلې ښې راباندې ونه لګېدې نا ارامه یې کړم، دلته مقابل لوری پوهیږي چې د هغه یوې خبرې په دې کچه خپګان رامینځته کړ ښایي بښنه وغواړي او یا لږ تر لږ په راتلونکي کې یاد ډول عمل ترسره نه کړي


دا ددې لامل ګرځي چې موږ په یو ډول خپل ځان امن کړو، کله چې د مقابل لوري له خوا موږ ته کومه ستونزه پېښیږي او پر همغه مهال یې یې مقابل لوري سره شریکه کړو دا پخپله په سم وخت کې د ستونزو حل دی.
او هغه کسان چې پر تاسو ملنډې وهي او اندېښمنوي مو، نو کولای شئ د پرېښودو پرېکړه یې وکړئ او ورڅخه لرې شئ ځکه اړینه نده چې هر څه کې ځان ښکېل کړئ.

د استاد عظیمي درس

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.