سليم راز پرون د ژوند پور پرېکړ؛ د هغه سیاسي او ادبي ژوند ته لنډه کتنه

خلک تېر وخت پسې منګولې مروړي

وختونو مونږ پسې ارمان کړی دی

“سلیم راز”

د پښتونخوا نومیالی ادیب شاعر او سياستوال “سليم راز” پرون د ژوند پور پرې کړ.

د پښتو ژبې تکړه او پیاوړی شاعر، څیړونکی، کالم لیکونکی او لیکوال “سلیم راز” په (۱۹۳۹ زېږديز د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه _ ۱۳۱۸ لېږديز لمريز) کال، خيبر پښتونخوا) د خېبر پښتونخوا ايالت په چارسده ولسوالۍ (ضلع) کې د “ملک امان خان ” کره زېږېدلی دی.

سلیم راز خپلې لومړنۍ زده کړې د مشن پرائمري ښوونځي، بنو څخه ترلاسه کړي او نومړی د پښتو ژبې نړیوال کنفرانس بنسټ ایښودونکی رییس پاتې شوی دی، چې په کراچۍ کې یې هم د پښتو دوه نړیوال کنفرانسونه جوړ شول.

په ملي کچه، هغه د عوامي ژبو د انکشافي سازمان، د اديبي انجمن پښتونخوا مشر و، په هغه وخت کې، هغه د پښتو د نړیوالې جرګې یا کنفرانس رییس و، د ده په شاعرۍ کې د انسانیت و مینې خواږه او د ظلم او استحصال څخه شدید نفرت لیدل کېږي.

د هغه د ادبي غوره خدمتونو لپاره، هغه ته په ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ جایزه ورکړل شوه.

تر اوسه د ښاغلي سليم راز څه کم ۵۰ بېلابېل اثار چاپ شوي، چې د ځينو نومونه يې په لاندې ډول دي:

۱- د د زخمونو پسرلی (شعري ټولګه).

۲- زه لمحه لمحه قتلېږم (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۹ ز کال چاپ.

۳- تنقيدي کرښې (کره کتنه)، د کال غوره کتاب نوم يې گټلی دی.

۴- له باړې تر باړه ګلۍ (راپورتاژ، يونليک).

۵- ادب او تنقیدي مسایل.

او نور…

سلیم راز له اوږدې ناروغۍ وروسته په ۸۲ کلنۍ کې ومړ او په چارسده کې د هغه په ​​پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

انا لله و انا الیه راجعون

سعدیا مرد نیکو نام نمیرد هرګز

مرده ان است که نامش به نیکویی نبرند

اديب او سياستوال سليم راز اروا دې ښاده

او ارامه وي.

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ