جي اووه هېوادونه: د کرونا وبا د اصلي سرچینې او لامل په اړه څیړنه کوو

رنګین تجريدي ډیزاین

د جي اووه هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو اصلي سرچینه او لامل به روښانه کوي.

د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشرانو د تېرې ورځې په غونډه کې ویلي چې کرونا وبا ټوله نړۍ سخته زیانمنه کړه له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې د ویروس د خپرېدو اصلي لامل او منبع روښانه شي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم هم ویلي چې د جي اووه مشرانو د کرونا د اصلي سرچینې پر پیدا کولو ټینګار کړی دی.

دده په خبره دا یوه غوره ګام دی او د کرونا له امله د قرباني شوو وګړو د درناوي لپاره جدي اړتیا ده چې ددغه ویروس د خپرېدو لامل روښانه شي او په راتلونکو کې د ورته وباګانو لپاره احتیاطي تدابیر رامنځ ته کړل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د جي اووه هېوادونو غونډه کې پر عدالت، د اقلیم بدلون او له کرونا وبا سره د مبارزې په اړه خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو حضوري غونډه د بوریس جانسون په خبرو پيل شوې ده او هغه ټینګار کړی دی چې د کرونا وبا تر ختمېدو وروسته باید په عادلانه توګه د نړۍ په جوړولو کې مرسته وشي.

نوموړي همدا راز ویلي چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې ختمولو ته اړتیا لري او د جي اووه هېوادونه باید له بېوزله هېوادونو سره د کرونا واکسین په ورکړه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

همدا راز په نړۍ کې د تعلیم د ودې لپاره د مالي مرستو او د اقلیمي بدلون په برخه کې پر فعالیتونو هم په جي اووه غونډه کې خبرې شوې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي