داسې ډېر توپیرونه د رښتینې او دروغجنې مینې ترمنځ شته چې په وسیله یې کولای شو موږ پوه شو.
رښتینې مینه کې انسان له هر څه نه مخکې د مقابل کس په هکله فکر کوي، تل هڅه کوي چې خوشحاله یې وساتي.
تر ټولو کوچنی څیز هم چې د هغه یا هغې اړوند وي، په یاد یې وي او تل هڅه کوي چې داسې کوم څه ترسره نه کړي ترڅو هغوی خفه شي.
د یو بل کمی مني، پرته له مینې او ملاتړ څخه نور ډېرې غوښتنې نه وي پکي، ځکه د مینې لپاره له هر څه تېریږي.
رښتینې مینه کې انسان داسې څه ترسره کوي، چې مقابل کس د ځانګړیتوب احساس وکړي، او هڅه کوئ د ځان لپاره ښه خاطرات ولرئ، نه دا چې نورو ته ځان ښکاره کړئ، یا مجازي نړۍ ته، ځکه مینه نمایشي نه وي باید د ځان لپاره وي.
لومړی او وروستی کس چې ذهن ته مو راځي هغه کس وي چې تاسې مینه ورسره لرئ، هر څه یوې خواته پرېږدئ ترڅو هغه سره واوسئ.
نسبت یو بل ته قرباني او سرښندنه کوي او ځینې وخت له خپلې خوښې څخه تېریږئ.
سخت شرایط په ډېرې هوښیارۍ سره کنټرولوي او یو له بل سره پاتې کېږئ، ځکه روښانه راتلونکې یو له بل سره ویني.
تاسو یو پر بل باور لرئ او رښتیني یاست نو هېڅکله درېیم شخص نشي کولای ستاسو ژوند ته راشي او ستاسو اړیکه خرابه کړي.
خو دروغچنه مینه داسې نه وي.
کله چې مینه مو رښتینې نه وي یوازې ځان ته پام کوئ پرته له دې چې د مقابل کس احساساتو ته پام وکړئ، یوازې خوښوئ چې پام یې تاسو ته وي پرته له دې چې تاسې ورته پام وکړئ.
د خپلو خبرو او کارونو سره مو هغوی ځوروئ، پر دې سربېره چې پوهېږئ هم چې خفه کېږي خو بیا یې هم تکراروئ.
تل هڅه کوئ چې تېروتنې مو یو پر بل واچوئ، بې ځایه کارونه ترسره کوئ پرته له دې چې مخامخ لوري ته پام وکړئ.
په رښتیا کې یو له بل څخه لري یاست خو ټولنه کې داسې ښکاره کوئ چئ مینه لرئ، یوازې هڅه کوئ نورو ته نمایش ورکړئ.
ډېر په سختۍ سره وخت ورته پیدا کوئ او کله چې تاسو ته اړتیا لري یوازې یې پرېږدئ.
یوازې خپل ځان او خوښه مو تر هر څه ارزښت درته لري او قرباني ته چمتو نه یاست، او کوم څه چې کېږي ارزښت نه ورکوئ.
په سختو شرایطو کې ورسره نه اوسئ، یوازې مجبور په یو ځای اوسېدو یاست نور هېڅ مینه مو ترمنځ شتون نه لري.
یو بل ته دروغ وايئ او هر څه پټ ترسره کوئ، خیانت کوئ او دغه کارونو ته تر هغه ځایه دوام ورکوئ، چې تاسو څخه یو اړ شي چې اړیکه پرې کړي.