امریکا: له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو بهیر له ۳۳ تر ۴۴ سلنې بشپړ شوی

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي له افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر په چټکۍ مخ ته روان دی او دمګړی له ۳۳ تر ۴۴ سلنې پورې دغه بهیر بشپړ شوی دی.

نوموړي ویلي چې امریکایي ځواکونو په لسګونه پروازونو کې زرګونه قطعې نظامي تجهیزات را ایستلي دي، زرګونه قطعې تجهیزات یې په افغانستان کې ویجاړ کړي دي او تر څنګ یې افغان پوځ ته هم ځینې توکي ورکړي دي.

کربي همدا راز د بګرام هوایي اډې په اړه ویلي چې ښایي تر راتلونکو شلو ورځو پورې دغه ستره نظامي اډه افغان پوځ ته وسپارل شي.

د راپورونو له مخې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان پوځ ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي.

ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي.

په ملي دفاع وزارت کې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو چارې روانې دي.

ویل کېږي چې امریکا به په دغه اډه کې میلیونونه قطعې نظامي تجهیزات چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري افغان پوځ ته وسپاري.

همدا راز ددغې اډې د راکیټو ضد دفاعي سیستم چې تر ټولو ګرانبیه بلل کېږي هم افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

بګرام په سیمه کې تر ټولو ستره او مجهزه نظامي اډه بلل کېږي چې په افغانستان کې د امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې هم دغه ځواکونو ته له ځانګړي ارزښت برخمنه وه.

بلخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده او ددې ملاتړې ده چې ژر تر ژره افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

دواړو لورو د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ او نړیوالې اجماع خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به هم د امریکا هڅې روانې وي.

امریکایي لوري دغه راز د سرتېرو د ایستلو پر وروستیو جزیاتو هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې له کابل سره به امنیتي همکارۍ دوام کوي.

په دې لیدنه کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت هم خبرې شوې دي.

امریکا ژمنه کړې چې د سرتېرو تر وتلو وروسته هم د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د سولې په برخه کې د دوی د هڅو ملاتړ کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي