ژباړه: حماد هلال
په ځان باور لرل د اشخاصو یو له ښوو ځانګړنو ګڼل کېږي، خو ځیني خلک په ځان د لږ او ډېر باور لرونکي دي، چې دا په اصل کې په ځان دروغجن باور ګڼل کېږي اودا دواړه د زړه پورې برخو څخه ندي،چې د د ځان سره زیانونه هم لري.
څوک چې په ځان غلط باور ولري، کله چې ټولنې ته نورو سره د اړیکو جوړولو لپاره داخلېږي د ستونزو سره لاس او ګریوان وي او کله ان نور خلک په خپل چلند خفه کوي. په دې لیکنه کې په ځان د دروغجن باور لرل او دهغې زیانونه په اړه بحث کوو.
په ځان دروغجن (غلط) باور لرل څه شی دی؟
هغه خلک چې په ځان کم باوره وي، معمولاً خلکو ته خپل شخصیت په ځان کلک باوره ښايي او غواړې د دې ترشا خپله کمزوري پټه کړي، دا خلک په ځان د کم باورۍ له امله هڅه کوي، چې په یو ځانګړي او د خوښې وړ کار کې یې خپل شخصیت د دروغجن باور په لرلو پیاوړی ښکاره کړي.
هغه خلک چې په ځان دروغجن باور ولري، په یو شکل د نورو د پاملرنې احتیاج او د نورو له لوري ملاتړ کېږي، په همدې دلیل دوی هم خلکو ته ځان باوري ښايي.
هغه خلک چې په ځان لوړ دروغجن باور ولري، په داسې ډول چلند کوي چې تاسو یې په وړاندې دریږئ، فکر کوئ څومره په ځان باوري انسان دی، مګر په حقیقت کې داسې نه وي او حتا دوی پخپله په ځان هم باور نلري، فقط په چلند کې داسې ښايي چې په ځان لازمي باوري لري.
څنګه چې پوهېږو په ځان باور خلک تر بریا رسوي او د هغې په څار خلک کولی شي، خپلې ټولنېزې اړیکې پراخه کړي او ډېر خلک پرې باور وکړي. مګر په ځان بې حده باور د خود غرضۍ او دروغجن باور لامل کېږي، یوازې دانه چې د بریا او پرمختګ مخه نیسي، بلکې کولی شي شخص ته ضرر هم ورسوي ، امکان لري خود غرضه کس انزوا او خفګان ته لاړ شي، چې دا اصلاً مناسبه نده.
په ځان د دروغجن باور زیانونه
هغه خلک چې خپل چاري وي، په هیڅ ډول خپل غرورامیزه چلند ته پاملرنه نکوي او هیڅ فکر نکوي چې د نورو د رنځېدو لامل ګرځي، خو هغه خلک چې بهر وي او د دې خلکو سره په اړیکه کې اوسي د ډېرو نا ارامیو سره لاس او ګریوان وي، چې دا ناراحتي کولی شي ډېری دلایل ولري د مثال په ډول:
۱ـ دا شخص په خپل دروغجن باور چې په ځان یې لري ډېر مغرور او خپل چاری وي، امکان لري په ټولنه او کار ځای کې د نورو نظرونو ته پام ونکړي او خپل نظر ورته د منلو وي.
۲ـ د لوړو الوتلو او همدارنګه د ډېر خوشبین اوسیدو له امله دوی تل له خپل وسه پورته مسؤلیت په غاړه اخلي، خو په پایله کې د هغې په ترسره کولو کې پاتې راځي.
۳ـ دا خلک هيڅ کله د خپلې کمزورتیا نقطې نه قبلوي او همدا موضوع لامل کېږي، چې دوی له ډېری مشکلاتو سره مخ شي او د خپل ځان د اصلاح وړتیا نلري.
۴ـ امکان لري په دې دلیل چې شخص ځان له هغه څه چې دی لوړ ښايي او په حقیقت کې داسې ندی د نورو د زوریدو لامل شي.
۵ـ بل دلیل چې ممکن د خلکو د ځورېدو لامل شي، دا کس ځان ډېر زیات مهم او لوړ نیسي، نورو ته په کمه سترګه ګوري، چې دا ډول چلند د خوښولو وړ ندی.
فرض کړې تاسو د کار ساحه کې داسې همکار یا ریئس لرئ، چې مغرور او له حده ډېر په ځان باور لري، نو پدې مرحله کې امکان لري ستاسو کار د دې کس هغه کړنو له امله چې کوي یې د خطر سره مخ کړي او کېدای شي تاسو دې ته چمتو شئ چې د دې کس له څنګه او دې ځای څخه لاړ شئ.
که د کورنۍ یا شخصي خپلوانو منځ کې په دې خصوصیاتو کس شتون ولري، نو زغمل به یې سخت وي، ځکه تل به مجبور وئ هغه ستاینې چې دا کس یې د ځان په اړه کوي واورئ.
د شخصیت دوه ډوله
خپل چاري ( خود غرض)
ممکن درته جالبه اوسي چې د خپل چاري ( خود غرضه) کلمه له کوم ځایه اخیستل شوې ده، خپل چاری یا نارسیست د یوې یو ناني افسانې نارسیس څخه اخیستل شوې. په دې افسانه کې نارسیس په اوبو کې د خپل منعکس انځور مئین جوړیږي او دومره د اوبو ترڅنګه کښنې او ځان ته په اوبو کې ګوري، چې ضعیف او کمزوری کېږي او په پایله کې په یو ګل بدلېږي.
خپل چاري خلک کومې ځانګړنې لري:
۱ــ ځان ډېر مهم ګڼي.
۲ـ د نورو سره همدردي نکوي.
۳ـ تل هڅه کوي، د نور نظر د ځان لور ته جلب کړي.
۴ـ خپلې بریاوې او وړتیاوې د مبالغې سره خلکو ته څرګندوي.