لیکنه او راټولونه:
ځینې خلک داسې ګومان کوي چې د سبو او غوښې له پخولو وړاندې باید لومړی دا خواړه واینځل شي ځکه په وینځلو سره د دغو خوړو مېکروبونه له منځه ځي او په دې توګه کولای شي خپله روغتیا وساتي.
خو حقیقت دا دی چې ټول خواړه تر پخلي وړاندې وینځلو ته اړتیا نه لري، د بېلګې په ډول اړینه نه ده چې هر ډول غوښه دې ووینځل شي ځکه چې د غوښې له وینځلو سره کېدای شي د خوړو خوند بدل او يا خراب شي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې هغه خواړه در وپېژنو چې نه باید له پخولو څخه وړاندې ومینځل شي..
لومړی: چرګ
ډېری خلک وړاندې تر دې چې چرګ پوخ کړي، لومړی چرک وینځي چې دا کار په چرګ کې شته باکټریاوې په پخلنځي کې خپروي. غوره دا ده چې چرګ په مستقیمه بڼه پوخ شي د چرګ په پخېدو سره د چرګ هر ډول باکټرياوې له منځه ځي.
دویم: هګۍ
وړاندې تر دې چې هګۍ په یخچال کې ږدئ، وینځلو ته یې اړتیا نه شته. ځکه چې د چرګانو د هګۍ پر پوستکي يو ډول ماده شتون لري چې نه پرېږدي مېکروبونه هګۍ ته دننه شي خو که چېرې تاسو هګۍ ووینځئ دا ماده له منځه ځي او مېکروبونه په اسانۍ سره هګۍ ته ورننوځي.
درېیم: کب
که چېرې تاسو کب ووينځئ کېدای شي د کب باکټرياوې په ټول پخلنځي کې خپرې شي. نو هڅه وکړئ چې د کب د پاکولو پر مهال له اوبو څخه ګټه وانه خلئ.
څلورم: غوښه
که چېرې تر پخلي وړاندې غوښه ووینځل شي د غوښې خوند له منځه ځي. نو هڅه وکړئ چې د غوښې رطوبت له يو کاغذ سره پاک کړئ او غوښه مو په يخچال کې ډېره مه پرېږده تر څو ورسته نه شي.
پينځم: مرخېړي
پام مو وي چې هېڅکله مرخېړي په اوبو کې لانده نه کړئ. ځکه چې ژر خرابېږي. که چېرې مرخېړي په خاورو ککړ وو نو هڅه وکړئ چې یوازې یې په اوبو کې دننه کړئ او بېرته یې په يوې وچې ټوټې وچ کړئ.
شپږم: کنسرو
که چېرې مو تیار کنسرو (ډبي بند خواړه) واخیستل نو اړتیا نه شته چې تاسو یې ومينځئ ځکه چې دا ډول کنسرو له وړاندې وينځل شوي وي او که تاسو يې ووينځئ خوند او ګټور مواد یې له منځه ځي.
اووم: وریجې
هېڅکله لمدې شوې وريجې مه مینځي ځکه چې دا ډول وريجئ تیارې لمدې شوې وي او که چېرې بیا ومينځل شي ټوټې ټوټې کېږي او تر پخولو وروسته یې خوند او ګټور مواد له منځه ځي.
اتم: ماکاروني
ځينې خلک وړاندې تر دې چې ماکاروني پاخه کړي لومړی یې مينځي، چې دا چاره ناسمه ده. اړتیا نه شته چې ماکاروني تر پخولو وړاندې ومینځل شي ځکه چې که مکروني خیشته شي نرمېږي او بیا موږ نه شو کولای چې په سمه توګه یې پخه کړو. خو که په اوبو کې واېشول شي او اوبه یې لرې وغورځول شي هېڅ بدلون پکې نه راځي.