د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه.

دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې وه.

د کونړ د رسنیو دفتر ویلي؛ ناسته کې چې د ګوار قوم لسګونو مخورو او ځوانانو ترڅنګ د کونړ ولایت مرستیالې برېښنا شیرزۍ، د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر مخورو برخه اخیستې وه، د وینا پر مهال یې د نظام څخه د کلک ملاتړ څرګندونو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني مننه وکړه، چې د اتباعو حقونو خوندیتوب ته په پاملرنه یې د ګوار قوم غږ ته مثبت ځواب ووایه او د الکترونیکي پېژنپاڼو په دیټابس کې یې د دغه قوم د ثبت امر وکړ.

دې ناسته کې سیاسي فعالې او ښځو غږ موسیسې رییسې مینا جلال وویل:

«قومونه د پېژندنې او یو بل سره د اړیکو اساس دی او کولی شو چې د دغې الهي لورینې څخه د وګړو ښې پېژندنې، یووالي، سوکالۍ او پرمختګ کې ګټه واخلو.»

سرچینه زیاتوي؛ د یني عالم مولوي نجیب الله حقیار، سرحدونو او قبايلوچارو ریيس استاد فريدالله حسام،  د پوهنې رئيس مجيب الرحمن همدرد او د ګوار قوم څو تنو مخورو د نظام تقویې په برخه کې د علماوو، قومي متنفذینو او ځوانانو د همکاريو پر دوام د ټینګار ترڅنګ د ګوار قوم د مبارزو مشرانو او ځوانانو مننه وکړه چې د حق غوښتنې مبارزې یې رنګ راوړ.

یاده ناسته کې د کونړ ټولنيزو او اقتصادي چارو مرستيالې بريښنا شيرزۍ وویل، دا هېواد د میشتو قومونو په قربانیو ساتل شوی او دغه لړۍ دوام لري.

هغې وویل په نافذه قوانینو کې د ټولو اتباعو حقونه خوندي او حکومت ژمن دی چې ټولو اتباعو ته یوډل اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د قومونو له داسې ویش سره مخالفت ښودلی وو.

هغه ویلي ول چې د قومونو لپاره باید داسې تقسیم بندي نه وای شوی. له نوموړي وروسته یو شمیر کسانو هم د قومونو د حقوق د داسې معلومولو مخالفت کړی، خو په ټوله کې په لوی اکثریت سره دا کار ستایل شوی او ویل شوي چې باید هر قوم معلوم او خپل حقوق ترلاسه کړي.

خو د ښاغلي دانش له مخالفت سره سره تر اوسه د الکترونیکي تذکرو اړوند پروسو کې کوم تغیر نه دی راغلی او پرمخ روانه ده.

 

وروستي مطالب