اپریل 23, 2021

د الوتکې ښځینه عمله او د ولسمشر سفر؛ یوه لویه بریا یې ګڼلی شو

ولسمشر محمد اشرف غني، چې په کومه الوتکه کې  نيمروز ولايت ته د “کمال خان بند” د پرانستي په مقصد سفر کړئ ؤ، د هغي الوتکې ټول پرسونل افغان پيغلې او ميرمنې وي.

“کام ايير” يو افغان شخصي هوایي شرکت دى، چې په خپله فيسبوک پاڼه يې لیکلي دي، “نیمروز ولایت ته د ولسمشر سفر د کام ايیر الوتکې لخوا ترسره شؤ. پدې تاریخي الوتنه کې  د الوتکي ټوله حمله د افغان ملت د وياړ وړ افغان ميرمنې وي.

د افغانستان يو پياوړى هوايي شرکت، کام ايیر په دې وروستیو کې د ډېرو افغانانو په خولو او زړنو کې خپل ځای جوړ کړى دى.

د دوی وروستۍ ٩٠ دقيقي کابل هرات الوتنه، چې د افغان ميرمنو لخوا ترسره شوه، نړيوال ملاتړ خپل کړ، او د کام ايير د مشهورتيا او ستاينې لوی لامل وګرځيد. د کابل هرات  الوتنې ټول پروازي او خدماتي پرسونل افغانې با عزته او باهمته جونې او ميرمنې وي.

دا په رښتيا هم يوه لويه بريا بللى شو.

هغه افغان ميرمنې چې بې چادري او بې محرمه يې حق نه درلود، چې ښار یا بازار ته لاړې شي؛ نن الوتکي الوزوي.

هغه مېرمنې، چې حق يې نه درلود، زده کړي وکړي او پوهه شي،  چې  دوه جمه دوه څلور کېږي، نن الوتکي په آسمانونو کې ګرځوي.

هغه مېرمنې، چې دا حق يې نه درلود؛ خپل ماشوم ډاکټر ته بوزي، نن د يو هېواد ولسمشر د يو ولايت نه بل ولايت ته الوزوي.

او په فخر او وياړ ډاډه ورکوي چې :

ښاغلیه ولسمشره، تاسو د يوه افغاني ميرمنې, الوتنه کې کاملا” ډاډه اوسئ، چې په خير او خيرت سره به خپل منزل ته ورسېږئ.

دا الوتنه بايد د هر وطنپاله افغان د وياړ سبب وي.

وروستي مطالب