څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې له یوه استرالیایي شرکت سره د کانونې د استخراج د هوکړې په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر سیاسي فعالانو او رسنیو تود بحث درلود.
نیوکه کوونکو انتقاد کاو چې افغان حکومت په غیرې قانوني ډول سره د «فارتیسکیو فیوچر» په نوم یوه استرالیايي شرکت سره قرارداد کړی چې دا د افغانستان د قوانینو خلاف کار دی.
د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت بیا ویلي ول چې دوی دا کار د قانون خلاف نه دی کړی، بلکې د قوانینو په پام کې نیولو سره شوی دی.
اوس تازه د کانونو او پيټرولیم وزیر هارون چخانسوري په خپله تازه مرکه کې د خلکو نیوکې او اوازې رد کړي او دا یې نامناسبې بللي دي.
نوموړي له ملي راډیو ټلویزیون سره یوه انلاین مرکه کې په دې اړه سپیناوی ورکړی دی.
تفاهم لیک دی که قرارداد؟
نیوکه کوونکو ویلي چې د کانونو او پیترولیم وزارت له استرالیايي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی، خو هارون چخانسوري وايي، قرارداد یې نه دی کړی، بلکې یوازې تفاهم لیک یې لاسلیک کړی دی.
هغه وايي، داسې تفاهم لیکونه پخوا هم شوي او اوس هم، لکه اوبو په برخه کې، سرې میاشتې سره او نورو کې هم شوي دي.
دی پرته له دې چې نوم یې واخلي وویل چې دا تشویشونه یو شمیر حلقو راپورته کړي چې خپلې ګټې په کې خوندي کړي.
اصل کې به دا شرکت څه کوي؟
هارون چخانسوري وايي:
«دوی مطالعات کوي او موږ معلومات ورکوو. مخکې حکومت پر دې هم پیسې مصرفولې، کومه برخه کې چې معادن اقتصادي ظرفیت لري، هغه نورو پانګوالو او هم دوی ته د قوانینو په رڼا کې ورکول کیږي.»
ایا له قانون سره برابر دی؟
اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان د کانونو قانون په څلویښتمه ماده کې راغلي چې کانونه د داوطلبۍ له لارې ورکول کیږي او د همدې قانون ۴۱مه ماده کې ویل شوي چې د داوطلبۍ ګټونکي ته ورکول کیږي. دلته خو داوطلبي نه ده شوې، نو ولې ورکول شي، ایا کوم جواز شته ورته؟
خو ښاغلی چخانسوري وايي، دوی معادونونه نه دي ورکړي، بلکې یوازې د مطالعاتو لپاره یې له هغوی سره تفاهم کړی دی. دی وایي کله چې مطالعات وشي، هغه وخت به بیا دوی د قانون مطابق له دې یا نورو شرکتونو سره قراردادونه وکړي.
خو له دې سره بیا هم پوښتنه دا ده چې که شرکت سره دا ژمنه نه وي شوي چې دوی ته به د قراردادونو په برخه کې بیا اولیت ورکوي، نو څنګه هغوی زړه ښه کړی چې یوازې مطالعات وکړي، که داسې وي، نو دا هم بیا قانون سره په ټکر کې ده. خو دا لا تر اوسه وروستۍ خبره ده، وروسته به معلوم شي چې د قانون مطابق به دې شرکت ته د عملي کار قرارداد ورکول کیږي که نه.
تفاهم لیک او انحصار
له استرالیايي شرکت سره په شوي تفاهم لیک کې ویل شوي چې دا شرکت کې چې کوم ځای کې مطالعات کوي، بل شرکت حق نه لري چې هلته کار وکړي، نو ایا دا یو انحصار نه دی.
خو ښاغلی چخانسوري وايي، دا کار یې ددې لپاره کړی چې دقیقه مطالعه وشي او یو ټیم اوسي.
اما د نوموړي دا ځواب قانع کوونکی نه دی، ځکه یو شرکت په رضاکاره توګه یوه مطالعه کوي او یو بل یې هم غواړي، نو ولې یې مخه ونیول شي.
چخانسوري وايي، ددې شرکت سره تفاهم لیک کې دا هم ویل شوي چې شرکت به افغان کاګران، کدرونه او مسلکي کسان هم روزي، چې په وینا یې دا یې هم له مهمو ګټو څخه دی.
شرکت رسمي دی که هوايي؟
پر دې شرکت یوه نیوکه دا ده چې دوی په افغانستان کې ثبت نه دي او کوم استازی هم نه لري، خو هارون چخانسوري وايي چې د خلکو او رسنیو دا اوازې بې اساسه دی او تیره اونۍ یې هم استازي یوه ناسته درلوده. دده په وینا دا شرکت په افغانستان کې رسمی دی.
افغانستان او غیرې قانوني کیندنې
په افغانستان کې جنګ ا%