طالبان: که د مشرانو نومونه مو له تور لیست وویستل شي، جګړه راکموو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې ګډون کړی دی او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي.

ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې ددوی امنیت خوندي دی.

نوموړي دا هم ویلي چې د مشرانو نومونه یې باید له تور لېست و ایستل شي او ددوحې هوکړه دې له دوی سره عملي شي نو دوی به هم جګړې راکمې کړي.

طالب لوري داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې په وروستیو کې افغان حکومت د هدفي بریدونو په تېره د خبریالانو او سیاسي فعالینو د وژل کېدو پړه پر دغه ډله اچوي، خو یاده ډله یې مسوولیت نه مني.

د یذدونې ده چې تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د رسنیو او ځوانو خبریالانو ډېروالی د افغانانو د دوو لسیزو لاسته راوړنه ده.

د یادې شورا له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو باندې بریدونه ډېر شوي او تازه په تازه طالبانو رسنۍ او خبریالان ګواښلي دي چې د نوموړي په خبره، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ محکوم او په هیڅ صورت د منلو نه دی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې هیڅ ډله باید دا فکر ونه کړي چې د ګواښونو او رعب په خپرولو سره کولی شي رسنۍ په خپله ګټه تبلیغاتو ته اړباسي، طالبان باید د اوسني افغانستان واقعیتونه درک کړي او په رسمیت یې وپېژني.

عبدالله ویلي چې د بیان ازادي د معاملې وړ نه ده او دوی د دغې لاسته راوړنې ساتنې ته ژمن دي.




وروستي مطالب

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم ... نور ولولئ