افغانستان: د مېرمنو د روږدوالي دلیل د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول او ډېر غم دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله، په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر دونيم ملیونه ته رسیږي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ٨٥٠ زره یې ښځینه دي.

د وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې هېڅ داسې ولسوالۍ نشته چې روږدي مېرمني پکې شتون ونه لري.

د عامې روغتیا وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې دفتر مرستیال، “عبد الشکور حیدري” بي بي سي ته ویلي: ډېری روږدي ښځې په شمالي او لویدیزو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د هغه په ​​وینا، هغه میرمنې چې د ژوند ملګري يا هم وروڼه يې د مخدره توکو کاروونکي دي؛ دوی یې دې ته اړ ایستلي، چې مخدره توکي وکاروي.

IMG-20210304-WA0031.jpg

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د مېرمنو روږدوالی یو بل دلیل د خپلو خواخوږو د لاسه ورکول او ډېر غم دی. روږدي کسان د نشه يې توکو په کارولو سره خپل غم او درد کموي.

له بلې خوا، کلیوالي میرمنې د مخدره توکو په کارولو سره سخت (شاقه) کار کوي، چې په دې توګه د کړاؤونو او درد احساس کموي.

IMG-20210304-WA0028.jpg

په ټول هېواد کې د مخدره توکو د معتادینو د درملنې لپاره ٤٠٧٠ بستره شتون لري، چې له دې جملې څخه یوازې ١٨ سلنه یې د ښځو لپاره دي. د چارواکو په وینا ، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د روږدو ښځو شمېر د ښارونو په پرتله دوه برابره زیات دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د معتادینو سره د مبارزې لپاره په کال کې یوازې یو ملیارد افغانۍ (١٣ملیونه ډالر) ځانګړې شوي دي.

IMG-20210304-WA0032.jpg

په داسي حال کې چې افغانستان د نشه یي توکو ترټولو لوی تولیدونکی هېواد دی. او تر ټولو ډېر مصرفونکي پړاو ته د تګ یا ننوتلو په حال کې دى، د بده بخته د درملنې اسانتياوې د معتادینو د شمېر په پرتله ډېرې کمې دي.