د سعودي عرب ستور پیژندونکو وړاندوینه کړي، چې سږکال به په سعودي عربستان کې لومړۍ روژه د اپریل په ۱۳مه او کوچنۍ اختر به د می په ۱۳ وي.
د راپور له مخې ، د سعودي ستور پیژندونکي پروفیسر “عبدالله المسناد” چې په القاسم پوهنتون کې په تدریس بوخت دی، د سپوږمۍ له مطالعې او محاسبې وروسته یې وړاندوینه کړي، چې سږنۍ روژه به په سعودي عربستان کې دیرش ورځې وي.
هغه زیاته کړي، چې سږ کال د شعبان المعظم په ۲۹مه به سپوږمۍ د لمر څخه ۲۶ دقیقې مخکې غروب کوي، په داسې حال کې چې په دیرشم د شعبان به سپوږمۍ او لمر د سهار په ۵:۳۱ سره یو ځای کېږي، او وروسته بیا د دې قوي هېله ده، چې د روژې سپوږمۍ (هلال/میاشت) راپورته شي. د پروفیسور په وینا: روژه به د سه شنبې په ورځ وي، چې د شمسي جنتری له مخې د اپریل په دیارلسمه ۱۳نېټه راځي.
هغه زياته کړه، د روژې مياشتې په ۲۹مه ورځ امکان شته چې سپوږمۍ تر لمر ۱۲ دقيقې دمخه پرېوځي او تر هغې وروسته د شپې په ۱۰ بجو امکان لري لمر او سپوږمۍ یوځای شي، خو بيا هم د روژې په ۲۹مه د نوې میاشت د ليدل کېدو امکان نشته ځکه نو ښايي روژه پوره ۳۰ ورځې شي.