اپریل 21, 2021

یوه غريب پلار په پور جوړ کړي قفس کې خپل ۱۱ کلن زوی بندي کړی

مور او پلار خپل یوولس کلن زوی په قفس کې بندي کړی.

په مزار شریف کې یوه پلار او مور خپل ۱۱ کلن زوی په قفس کې بندي کړی.

۱۱ کلن صمیم له هغې ازادۍ بې برخې شوی چې د ده نور همزولي یې په لوبو لوبو خوند ترې اخلي.

دی د ژویو په څېر د پنجریو په منځ کې د خپلو ازادو خویندو او ورونو ننداره کوي.

خوب ځای, خواړه, اوبه څښل هر څه یې د قفس په منځ کې محدود شوي.

د صمیم مور او پلار ویلي، زموږ زوی له هغه ذکاوته بې برخې دی چې د ده نور همزولي یې لري، د دې لپاره چې څوک زیان ورته ونه رسوي, ناوړه ګټه ځنې پورته نه کړي؛ دی یې بندي کړی.

د صمیم مور زیاتوي:

” صمیم جان موږ اړ کړو چې دا رقم قفس ورته جوړ او دی پکې واچوو. یوې مور ته دا ډېره دردوونکې ده. زه د دې ځواک نه لرم چې په قفس کې څه رقم ورته وګورم. هره شېبه چې ورته ګورم, یو زه پوهېږم او خدای مې چې پر ما څه تېرېږي. چاره یې څه ده, څه وکړم؟! “

د دوی ګاونډیان وایي چې موږ یې له مور او پلاره د دې کار علت وپوښته, دوی موږ ته قناعت راکړ. موږ ته یې وویل چې که دی ازاد پرېږدو, ګاونډیانو او خلکو ته به زیان ورسوي؛ ځکه چې ذهني کمزورتیا لري. دوی وایي چې د صمیم پلار دا قفس هم په پور جوړ کړی.

د صمیم پلار (حفیظ الله) پر کراچۍ کار کوي او اته سره کورنۍ ساتي. له مالي پلوه ژوبل دی او یوازینی څه یې چې درلودل, یو کور و چې سړک پرې راغی.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ