وروستی حال؛ په امریکا کي د واک پر سر تاوتریخوالي + تصویرونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

تېره ورځ (چهارشنبه) د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا په پلازمېنه کي د پارلمان پر ودانۍ له تاتوریخوالي ډک برید وکړ او پر مهال یې د پارلمان ټول غړي و ایستل.
لاریون کوونکو د جوبایډن پر ضد شعارونه ورکول او د ټرمپ د بریا ادعاوي یې کولې.
د تاوتریخوالي سره سم د پولیسو او لاریون کوونکي ترمنځ اخ و ډب سوی او یو شمېر لاریون وال نیول سوي هم دي.
نن ورځ بیا د امریکا پارلمان پرانیستل سوی او د ټاکنو د پایلو په اړه پکښي بحث کیږي.
بلخوا کاناډا، اسټرالیا او برېتانیا د امریکا څخه غوښتي چي په سولییز ډول واک یو بل ته وسپاري.
د امریکا متحده آیالاتو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کي جوبایډن ګټونکی اعلان سوی، خو ټرمپ بیا په ټاکنو کي د پراخ فساد ادعا کوي او ځان ګټونکی بولي.
د کانګریس پر ودانۍ د برید تصویرونه: